ژوندون

راډیو ټلوېزیون

سپي ولې د انسان د پښو ترمنځ سونګېږي؟

یو انګلیستاني ډاکتر ورته ډېر حیرانوونکی ځواب ورکړی، د ډیلي سټار د راپور له مخې ډاکتر کرن راج د ټیک ټاک په یوه ویډیو کې ویلي، چې سپي د انسان د بدن دغه برخه بویوي او په اړه یې ډېر زیات معلومات ترلاسه کوي، د انسان د تخرګونو او د پښو د منځنۍ برخې څخه داسې کیمیکل خارجېږي، چې د انسان په اړه ډېر زیات معلومات لري، چې دغه کیمیکل فیرومونز نومېږي او سپي په حقیقت کې همدغه فیرومونز بویوي او د انسان د جنسیت، عمر او د طبیعت اړوند معلومات ترلاسه کوي، حتی تر دې چې د هغه شخص د اړیکو او د ښځو د حیض په اړه هم معلومات ترلاسه کوي. ژباره : سباوون نیازی