ژوندون

راډیو ټلوېزیون

سر له نن به په ټول هېواد کې صرافانو کاربندیز ختم او صرافیانې به خلاص وي

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني تېره ورځ ناوخته د افغانستان د صرافانو سرتاسري شورا له مسولینو سره لیدلي او د دوی ستونزې یې اورېدلې دي. خبر پاڼه کاږي، په دغه لیدنه کې د صرافانو سرتاسري شورا مشر له ولسمشر څخه وغوښتل چې د صرافانو انفرادي جوازونه تمدید او انفرادي او شرکتي جوازونو تر لاسه کول اختیاري شي. دوی همدارنګه له هېاده بهر د پیسو لېږد په اړه خپلې ستونزې شریکي کړي او ویلي دي، صرافان د امنیتي ستونزو، د برېښنايي امکاناتو د کموالي او انټرنیټ ته د نه لاسرسي له امله نه شي کولی خپل انفرادي جوازونه پر شرکتي جوازونو بدل کړي. یاده ناسته کې د افغانستان بانک مشر اجمل احمدي هم ګډون کړی و او ویلي یې دي چې د پیسو او تروزیزم د تمویل ضد مبارزې قانون باید تطبیق شي. هغه صرافانو ته د افغانستان بانک له لوري د برابرو شویو اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ چې صرافان باید خپل شرکتي جوازونه واخلي او چمتو دي څو په دې برخه کې دوی ته لازیاتې اسانتیاوې برابرې کړي. خبر پانه زیاتوي، ولسمشر غني د افغانستان بانک او صرافانو اتحادیې له مسولینو وغوښتل، چې د خپلو ستونزو د حل په موخه خپل مشخص وړانديزونه، وړاندې کړي. همدارنګه د صرافانو د سرتاسري شورا مشر زیاته کړي چې سر له نن به د صرافانو اعتصاب پای ته رسېږي او په ټول هېواد کې به د صرافۍ مارکېټونه پرانیستل شي.