ژوندون

راډیو ټلوېزیون

روان کال ټول هېواد کې څه باندې شل زره بستونو د ګمارنې پروسه بشپړه شوې ده

د ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون وایي روان ۱۳۹۹ لمریز کال کې یې د کابل په ګډون ټولو ولایتونو کې شل زره او نږدې شپږ سوه بستونو د ګومارنې او څارنې پروسه بشپړه کړې ده، چې له ډلې یې نږدې زر لوړ رتبه او نور ټیټ رتبه بستونه دي. دوی وایي په ولایتونو کې چې د اووم او شپږم بست په ګومارنو کې کومې اندېښنې موجودې وې د لرې کولو لپاره یې یو کمپیوټري سیستم رامنځته کړی، څو په دغه بهیر کې د خلکو لاسوهنې بندې شي. بل خوا بیا د شهیدانو او معلولینو وزارت وایي، دوی هم د اصلاحاتو او ملکي خدموتو د ازموینو له مخې روان کال ۴۹۹ تنه استخدام کړي چې اته فیصده یې ښځینه تشکیلوي. ملت ته د حساب ورکونې برنامې په لړ کې د اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمېسیون مشر خپلې لاسته راوړنې او راتلونکې پلانونه له رسنیو سره شریک کړل. د دغه کمېسیون مشر نادر نادري وویل روان کال یې ټول هېواد کې نږدې ۲۱ زره کسان استخدام کړي او د پاتي بستونو په اړه یې ارزیابي پیل کړې. دوی وایي همداراز د کابل په ګډون نږدې زر تنه یې هم ازادې سیالۍ ته وړاندې کړي و، چې شپږ نیم سوه شارټ لېست د ځینو کمپیوټري ازموینه بشپړه او د ګڼو مصاحبې هم بشپړې شوي دي. همداراز نادري وایي که څه هم شپږم او اووم بست امتحانات د اړوندو ادارو له لوري تر سره کېږي؛ خو په دې وروستیو کې د شفافیت په برخه کې ځینې اندېښنې موجودې وې چې د رفعه کولو په موخه یې دوی یو کمپیوټري سیستم رامنځته کړی، څو په دغه پروسه کې د خلکو لاسوهنې بندې شي. په ورته مهال بیا د شهیدانو او معلولینو وزات هم وایي چې د یاد کمیسیون او د دوی له لوري په روان کال کې د استخدام یوه شفافه پروسه تر سره شوې چې نږدې پنځه سوه تنه یې په دغه وزارت کې استخدام کړي، دوی وایي له ډلې یې ۴۵۸ نارینه او ۴۱ تنه ښځینه دي. دوی په داسې مهال د یادې پروسې د شفافیت خبره کوي چې لاهم ګڼ امتحان ورکوونکي په دغې پروسه کې په شفافیت باور نه لري او وایي چې د ځینو اشخاصو له لوري ګمارل کېدونکي کسان چې کله استخدام نه شي نو تر هغې دغه پروسه لغوه کېږي تر څو چې انتخاب شوی کس نه وي استخدام شوی.