ژوندون

راډیو ټلوېزیون

د حج اوقافو وزارت، د ۱،۷ میلیونه افغانو په ارزښت د « سري چند» درمسال بیا رغوي

د افغانستان د ارشاد، حج اوقافو وزارت د سیک مذهبه اقلیت لپاره په کابل کې د سري چند درمسال د ۱،۷ میلیونه افغانیو په ارزښت بیا رغوي. یاد درمسال د کابل ښار په لمړۍ ناحیه کې موقیعت لري. دا درمسال د کابل د شور بازار په سیمه کې موقعیت لري چې، شور بازار د کابل د زاړه ښار له مهمو سیمو څخه ده.

په دې سیمه کې ډېری سیک افغانان ژوند کوي. دوۍ د خپلو مذهبي مراسمو د ترسره کولو په موخه د سري چند درمسال ته ځي. د حج اوقافو وزارت تازه د دې درمسال د ترمیم او بیا رغوني قرارداد له یو شرکت سره ترسره کړی دی. ویل کیږي، چې دا درمسال به په سم او اساسي شکل سره ورغول شي. په افغانستان کې د ۹۹ سلنه سني او شعیه مذهبه مسلمانانو تر څنګ کوچنی اقلیت هندو او سیک مذهب پيروان هم ژوند کوي. د دوۍ ډېری کورنۍ په کابل کې اوسیږي، د هغه ترڅنګ د هېواد به نورو ولایتونو کې، لکه؛ غزني، ننګرهار، کندهار، پکتیا او ځینو نورو ولایتونو کې هم سیک او هندو مذهب لرونکي افغانان ژوند کوي. په دې وروستیو کې، په هېواد کې د روان وضعیت له امله یې شمېر کم شوی. ډېری یې هندوستان او یا هم نورو هېوادونو ته کډوال شوي. که څه هم دوۍ په افغانستان کې د مذهبي مراسمو د ترسره کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ کیږي، خو بیا هم ډېری کورنۍ یې لا هم په افغانستان کې ژوند کوي. له دوۍ سره په افغانستان کې تر یو بریده مذهبي تعصب هم کیږي او ځمکی یې هم په ځینو ولایتونو کې د زورواکانو له لوري غصب شوي دي. همدارنګه د دې اهل هنود افغانانو ژبه هندي ده او نږدي ټول یې اوس په پښتو او دري ژبو هم خبرې کولای شي. د دوۍ لپاره په ځینو ولایتونو کې په مورنۍ ژبه ښوونځي هم پرانیستل شوي او د هغه تر څنګ د افغانستان په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې هم خپل انتخابي او انتصابي غړي لري.