ژوندون

راډیو ټلوېزیون

د کوپرې اوبه بېلابېلې ګټې لري

د کوپري اوبه خاص خوند لري او د هغه تر څنګ بېلابېلې ګټې هم لري، او له ډېرو خطرناکو ناروغیو مو ژغورلای شي.

د کوپرې د اوبو مهمې ګټې په لاندې ډول دي:

  • د کوپرې اوبه مو د وزن په کمولو کې مرسته کوي. ۲. څېړنې ښيي چې د کوپرې اوبه د انسان دفاعي سیستم قوي کوي. ۳. د کوپري اوبه قبضیت له منځه وړي، له همدې امله یې زیاتره ډاکټران امیدواره مېرمنو ته د څښلو توصیه کوي. د کوپرې اوبه د ګردې ناروغانو لپاره ډېره ګټه لري، ځکه په دغو اوبو کې موجود پوتاشیم او مګنیزیم د انسان تشي متیازې زیاتوي. ۴. د مخ بخار او دانو لپاره هم دا اوبو ډېرې ګټوري دي: که تاسو په مخ بخار لرئ نو د دې اوبو په وسیله خپل مخ ته مساج ورکړئ. ۵. د کوپرې اوبه د انسان د وینې دوران نورمال ساتي. ۶. هغه خلک چې په دوامداره توګه له دې اوبو څخه ګټه اخلي د زړه په ناروغۍ د اخته کېدو چانس یې کم دی. ۷. د کوپرې اوبه مو د جلد په شفاف کولو کې مرسته کوي. ۸. هغه کسان چې له دې اوبو څخه زیاته ګټه اخلي، تر نورو زیات فعال او ځیرک دي.