ژوندون

راډیو ټلوېزیون

د قهوې پنځه مهمې ګټې دلته ولولئ

د قهوې څښل ډېره زیاته ګټه لري، که تاسو تر اوسه په منظم ډول نه وي څښلي، نو د دې ګټو له لوستلو وروسته به یې هرومرو څښل شروع کړئ.

۱. د قهوې مهمې ګټې په لاندې ډول دي:سرطان خطر کموي: قهوه له دوامداره استعمال سره د سرطان په څېر خطرناکې ناروغۍ خطر کمیږي.د قهوې له کارولو سره د هر ډول سرطان خطر کمولای شئ. ۲. ځیگر لپاره گټوره ده: ډیر لږ خلک به په دې خبر نه وي چې قهوه د ډیرو ناروغیو لپاره گټوره ده. له دې ناروغیو څخه یو هم ځیگر ناروغي ده. د ورځې دوه گیلاسه قهوه د انسان ځیگر ته قوت ورکوي او فعالیت يي غوره کوي. ۳. د شکر او لړزې ناروغۍ لپاره ګټه کوي: که هره ورځ دوه ګیلاسه قهوه وڅښئ، نو د لړزې له ناروغۍ به خلاص شئ او د خپل بدن په کنټرول به حاکم شئ. ۴. بدن څخه ناپاک مواد پاکوي: قهوه کې داسې روغتیايي مواد موجود دي چې د انسان په بدن کې د تکسید عملیه چټکوي چې په مرسته يې د انسان بدن څخه ناپاک مواد پاکوي او انسان خپل ځان فعاله احساسوي. ۵. ذهني فشار کموي: روغتیايي څیړونکو په وینا کوم خلک چې ډیر کار کوي او یا هم د کورنیو ستونزو له امله په ذهني فشار اخته وي نو باید قهوه وڅښي ځکه چې قهوه د ذهني فشار په کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.د دې تر څنګ کولای شئ د مطالعې کولو او یا هم د اداري کارونو د ترسره کولو په وخت کې له قهوې څخه ګټه واخلئ.، ځکه قهوه مو ذهن فعاله کوي، او له نا ارامه کېدو مو ساتي. هغه کسان چې د شپې تر ناوخته پورې مطالعه کوي، د هغوی لپاره هم د قهوې څښل ډېر ګټه کوي. ځکه قهوه کولای شي چې د خوب په کمولو کې درسره مرسته وکړي. که څه هم کم خوبي د انسان د بدن لپاره زیان لري، خو د امتحانونو په شپو کې کولای شئ له قهوې څخه ګټه واخلئ.