ژوندون

راډیو ټلوېزیون

بادام د مغز پاچا

بادام ډېر ګټور غوړ تخم دی. هغه کسان چې بادام کاروي، د هغوی په روغتيا کې به پسرلی راشي. د دوی بدن او توان به زيات شي. حوصله به يې زياته شي. ددې مشهورې وچې مېوې خوړل ډېر پخواني دي، پخوانيو خلکو به هم بادام ډېر خوښول. په عراق کې د شويو کيندنو څخه چې کوم ثبوت ترلاسه شوی دی، له دې څخه معلومېږي چې دا مېوه په هغه وخت کې هم خوړل کېده. يهودانو ته د بادام ونې او د هغې لرګي يو مذهبي اهميت درلود، چې اوس هم د ځينو مذهبونو په مذهبي مراسمو کې د بادامو لرګي کارول کېږي. هندوان هم بادام بدني غذا ګڼي. چې له دې امله يې بادامو لرګي په خپلو مذهبي مراسمو کې شامل کړل. د اسلامي نړۍ ډاکترانو هم په دې اړه ډېرې څېړنې کړي، چې تر څېړنو وروسته يې بادام يوه ګټور خواړه بللې دي. د همدې امله د خلکو سربېره د هغه د عظمت سکه هم په شاهي محکمو کې کارول کېده. خليفه مطیع الله د بادام دانو څخه جوړ شطرنج د هسپانیې عیسوي واکمن فردینند ته د ډالۍ په توګه لېږلی و. د مغل امپراتور اکبر نالوستی وو، مګر هغه په سوداګرۍ او حکومت کې ښه ماهر وو.

ددې لامل اکبر پادشاه خپله ويلی وو، چې هغه په پابندۍ سره بادام خوري. د اسلامي نړۍ لوی مفکر شاه ولي الله رحمة الله عليه په اړه يوه مشهوره خبره ده چې هغه به هره ورځ په نهاره ۲۱ بادام خوړل. د پوهانو او څېړونکو د څېړنو له مخې بادام لاندې موادو لرونکي دي: غوړي: ۵۳ سلنه پروټين: ۲۰ سلنه شکر: ۱۰ سلنه معدنې مالګه: ۵ سلنه نشايسته: ۴ سلنه ويټامينونه: ۴ سلنه بادام په افغانستان، ايران، پاکستان، ترکيه، مراکش، اردن، اروپا او امريکا څخه پرته په نورو هېوادونو کې هم پيداکېږي، خو د افغانستان بادام په ټوله نړۍ کې ښه نوم او ښه کيفيت لرونکي دي، چې ډېر ډولونه لري. چې دلته يې ويل وخت نيسي، خو مشهور يې ترخه بادام او خواږه بادام دي. خواږه بادام د خوړلو او دوا په ډول کارول کېږي خو ترخه بادام بيا يوازې په دوا کې استعمالېږي. ترخه بادام يا د هغې غوړي خوړل کېږي نه، بلکې طبيبانو دا زهر ګڼلي دي. په دې ځينې تېزاب دي چې بالکل زهر دي. د ترخو بادامو څخه غوړي اخيستل کېږي، چې د بدن په بېرونۍ برخه استعمالېږي.