ژوندون

راډیو ټلوېزیون

عسل د چاغښت په وړاندې غوره درملنه ده

برېتانوي څېړونکي وایي، چې د شاتو کارونه او یا هم له وېده کېدو مخکې یوه کاشوغه شات خوړل د بدن غوړ او وزن کمولای شي. په دې سربېره ، د بورې او نورو خوږو په ځای، که له ګرم چای او یا شودو سره یوه کاشوغه شات، مخته تر وېدېدو نوشیجان کړئ، د بدن هغه میکانېزم چې مغز خوږو ته تحریکوي، له فعالیته لوېږي. ددې څېړنو پایله له دې کبله هم مهمه ده ،چې د روغتیا نړېوال سازمان، چاغوالی یو له سترو ننګوونو څخه ګڼلی وه.چې د نړۍ غټ قشر له یادې ناروغۍ کړېږي. د یادې ډلې مشر مک اینز باوري دی، چې د دې اصلي دلیل دادی، ډېری خلک د وزن د کمولو کوښښ کوي.په داسي حال کې چې، ډېر قندونه او پروسیس شوې خوراکونه مصرفوو. حتا هغه خوراکونه چې ظاهرآ سالم او کم غوړه ښکاري، ښایې داسي پټ قندونه او یا له سپینو وړو څخه جوړ شوي وي، چې په بدن کې په تېزۍ سره په قند اوړي. ډاکټران وایي: د خپګان په وخت کې، مغز داسي کېمیایي پیغامونه لېږي. تر څو قندونه له هرې ممکنه سرچینې واخلي. ددې پېغامونو ځیني دومره تحریک کوونکي وي، چې انسان نشي کولای د شېرنۍ د خوراک په وړاندې د مړېدو احساس وکړي. اما د شاتو مصروفول دا څرخ سرچپه اوښتو ته اړه وي. په همدې شکل، د خوږې ( بورې) زیات مصرفول ،چې کالوري لري،او وېټامینونه او معدني مواد هم نلري،د وزن د زیاتېدو سبب کېږي. اما د تصور خلاف، عسل چې د مغذي موادو ښه سرچینه ده، د وزن کمولو په برخه کې هم ډېره ګټور دي. څېړنه ښکاروي، کله چې موږ په شاتو خوږ شوی یو ګېلاس چای څښو، او یا یې په مستو کې اچوو، د عسلو قند د وړو او یا بورې په نسبت بېخي سرچپه کار ترسره کوي. د څېړونکو ازموینې دا هم ښیې، چې د چایو یوه کاشوغه شات، د وېنې قند هم را کموي. چې دا ځانګړنه په بوره او نورو خوږو کې نه ښکارېږي.