ژوندون

راډیو ټلوېزیون

بې خوبي د ځوانانو لپاره کومې بدې پایلې لري

په ورځني ډول باندې د یوه انسان لپاره اړینه ده چې له اوو نه تر نهو ساعتونو پورې خوب وکړي. خو دا وخت د انسان د عمر مطابق فرق کوي. مثلاً د ماشومانو لپاره اړینه ده، چې تر دې هم زیات خوب وکړي، خو له اتلس کلنۍ نه بیا تر ۴۰ کلنۍ پورې باید له اوو نه تر نهو ساعتونو پورې خوب وشي. له دې نه چې عمر زیاد شي، بیا په ورځني ډول باندې له پنځه نیم نه تر اته ساعتونو پورې خوب بسنه کوي. هغه ځوانان چې له اووه ساعته کم خوب کوي دماغي توازن یې خرابېږي، نا امیده کېږي او په منفي فکرونو اخته کېږي، کوم چې د یوه ځوان په ټولو کارونو ډېره بده اغېزه کوي. همدارنګه د خوب د کمي له امله انسان بې ځایه چاغېږي، زیابیتس یې زیاتېږي او د ویني فشار یې لوړېږي، له بې پامۍ سره مخ کېږي او یادښت یې کمېږي. ویل کېږي چې په امریکا کې په کلني ډول باندې له پنځه سوه بیا تر اووه سوه پورې ځوانان د خوب د کمښت له امله په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي، چې زیات شمېر یې د همدې ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د دې تر څنګ بیا زیاتره کسان د بې خوبۍ په وخت کې بېلابېل کارونه هم تر سره کوي، چې خرابې پایلې لري، د مثلا په ډول ویلای شو، چې زیاتره کسان د بې خوبۍ په وخت کې موټر چلوي، چې د څېړنو له مخې هر کال په امریکا کې ۱۵۵۰ کسان د خوب په وخت کې موټر چلولو او بیا ترافیکې پېښو له امله خپل ژوند بایلي او تر ۴۰ زره زیات ټپیان کېږي. نو اړینه ده چې په ورځني ډول باندې له اوو نه تر نهو ساعتونو پورې خوب وشي، خو که له نهه ساعتونو خوب زیات شي، بیا هم تاوان کوي.