ژوندون

راډیو ټلوېزیون

مریخ به نن له ځمکې د لېږل شوي میلمه کوربتوب وکړي

رحمت الله محمد

د عربي اماراتو لمړنۍ فضایي بېړۍ، چې د تېر کال د جولای میاشت په ۱۹مه نېټه له جاپان څخه مریخ ته لېږل شوې وه، نن به د دې سرې سیارې مدار ته ورسېږي.

دا لمړی ځل دی، چې عربي امارات مریخ سیارې ته د څېړنو په موخه د هیلي یا Hope په نوم فضایي بېړۍ لېږي. دا بېړۍ به د مریخ په مدارنو کې د مریخ د هوا او اتموسفیر په اړه څېړنې وکړي.

د دې تر څنګ به سبا د چین ټیانوین۱ فضایي بېړۍ هم د دې سیارې مدار ته ورسېږي. د چین فضایي بېړۍ به تر مۍ میاشتي د مریخ په مدارنو کې پاتي شي او له هغه وروسته به د مریخ سطحې ته ښکته شي.

د هغه تر څنګ د فیبروري میاشتي په ۱۸مه نېټه به د ناسا فضایي بېړۍ هم مستقیم په مریخ ناسته وکړي. امریکا له دې وړاندې نهه ځله هڅه کړې ده، چې خپلې فضایي بېړۍ د مریخ سطحې ته ښکته کړي، چې اته ځله بریالي شوي دي.

که چیني فضایي بېړۍ په بریالیتوب سره په مریخ ناسته وکړي، نو دا به له امریکا وروسته دوهم هیواد شي، چې خپله فضایي بېړۍ د مریخ په سطحه ښکته کوي. چین د روسیې په مرسته په ۲۰۱۱م کال کې هم یو ځل هڅه کړې وه، خو هغه فضایي بېړۍ یې د ځمکې له مدار څخه هم ونه وتله.

دا درې ماموریتونه به په مریخ کې بېلابېلي څېړنې وکړي، چې تر ټولو مهمه یې د ناسا ده، ځکه ناسا دا ځل یوه کوچنۍ الوتکه هم مریخ ته لېږلې، او ټاکل شوې، چې د لمړي ځل لپاره به په مریخ د الوتکې الوتنه هم وازمایل شي.

بله خبره لا دا ده، چې دا درې ماموریتونه په تصادفي ډول په یو وخت کې دې سیارې ته نه رسېږي، بلکې مریخ په هرو ۲۶میاشتو کې، دوه میاشتې له ځمکې سره تر بل هر وخت ډېره نږدې کېږي، نو له همدې امله هم د ۲۰۲۰م کال په جولای میاشت کې ځمکه او مریخ له یو بل سره نږدې شوي وو، او له همدې امله دا درې واړه فضایي بېړۍ په یوه میاشت کې دې سیارې ته ولېږدول شوې.