ژوندون

راډیو ټلوېزیون

وچه میوه د سرطان او نورو ناروغیو په مخنیوي کې ګټوره تمامیږي

د ژمي په را رسیدو سره په ښاریو کې د وچې مېوې بازار تود شي دا ځکه چې وچ میوه جات د ذهني او بدني قوت لپاره ګټور دي. بادام، پسته، چار مغز، کاجو، ممپلي، جلغوزي، کوپره، ممیز، انځر او نور د وچو میوه جاتو له ډلې څخه شمېرل کیږي، چې نه یوازې ذهني قوت لپاره ګټور دي بلکې د سرطان ناروغۍ لپاره هم ګټور تمامیږي.

طبي څېړونکي وايي چې هره ورځ تر شل ګرامه د وچو ميوه جاتو خوړل د زړه او سرطان ناروغیو په مخنیوي کې ګټور ثابتیږي. د یوې څېړنې په اساس ویل کیږي چې که یو شخص د ورځې تر شلو ګرامه وچه میوه وخوري نو د زړه ناروغۍ کې به یې دیرش سلنه کموالی راشي خو د سرطان ناروغۍ کې پینځلس سلنه کموالی راولي.

یادې څیړنه کې دا هم ثابته شوې چې وچه میوه د وزن په کمولو کې هم مرسته کوی.

بادام

بادام په زیاته کچه کلسیم لري چې مغز، ځیګر او … ناروغیو لپاره ګټور دي. بادام بواسیرو او عصبي کمزورۍ لپاره هم ګټور دي.  د بادامو تیل د څېرې د ښکلا لپاره هم فایده لري. بادام په خپل ترکیب کې په زیاته کچه انټي اکسیډنټس لرونکې مېوه ده چې د ګلوکوزو کچه په کې بیخی کمه ده.

بادام د دوه دیرشو څخه تر څلویښت سلنو پورې غوړ لرونکي موادو د لرلو سربیره تغذیتي پروټین، وسپنه، فاسفورس او په زیاته اندازه کلسیم دي. د دې ور هاخوا په بادامو کې د ای، بي او يي ویټامینونه هم شتون لري. د سل ګرامه بادامو غذايي مقدار ۶۶۵ کالوریز دی، چې دا غذايي ترکیب بدن تندرست او ښایسته کوي. بادام د ځینو ناروغیو د مخنیوي پرته د جلد د ښایسته کولو، د هډوکو د قوي ساتلو، د سترګو دید په زیاتولو، د نزلې او زکام ناروغیو د مخنیوي لپاره هم ګټور دي. استرالیايي پوهان وايي هره ورخ د بادامو او چارمغزو خوړل د شکر د ناروغۍ خطر هم کموي، خو ترخه بادام بیا صحت ته زیانونه هم اړوي.


پسته
پسته هم د صحت لپاره ګټوره مېوه ده. پسته اومیګا درې فیټي اسید، کاپر، وسپنه، مګنیزیم، زینګ او د نورو موادو په درلودلو سره د ویني فشار په کتنرولولو، د زړه او مغز د قوي ساتلو د پاره ګټوره مېوه ده. حافظه قوي کوي او بدن تندرست او تاند ساتي. د ورځې د یوه موټي په اندازه د پستې په خوړلو سره انتي اکسیدنتس، منرالونه او د ویټامینونو معلومه اندازه مقدار برابروي. د دې ترڅنګه پسته وزن کموي، د بدن اضافي غوړ کنترولوي او د زړه د ناروغیو مخنیوی هم کوي.

چار مغز

چار مغز د بدن د اضافي غوړو د کنترول لپاره ګټوره مېوه ده. د طبي څېړونکیو په باور په چار مغزو کې شته پروتین، ویټامینونه، منرالونه او فټس په بدن کې د غوړو د اندازې په کمولو کې مرسته کوي.

دا وچه مېوه د فایبر، اومیګا درې فتي اسید او انتی اکسیدینتس څخه برخمنه مېوه ده چې مغز فعال ساتي، د سرطان او د معدې اړونده ناروغیو په مخنیوی کې هم مرسته کوي.

څیړونکې وايي چې چار مغزو کې تر ټولو زیات غذايي مواد شتون لري او اومیګا درې هم په کې په پراخه کچه موجود دي او د بدن پوستکي ته هم ګټور دي. د امریکايي ټولنې د څېړنو پر اساس په چار مغزو کې د نورو وچو مېوو په  نسبت انتي اکسیدنتس هم يه زیاته اندازه شتون لري، په چار مغزو کې فولاد، کلسیم، پروټین، پوتاشیم، فایبر، سوډیم، منګنیزیم او دې ته ورته د نورو موادو لرونکې مېوه ده چې د شکر، د وینی فشار او حامله دارو مېرمنو لپاره ګټوره مېوه ده. د چار مغزو د تیلو مالش د هډوکو د درد لپاره هم ګټور دی.

ممپلي

په ژمي کې پیدا کيدونکي دا وچه مېوه د چار مغزو بدیل ګڼل کیږي او د نورو وچو مېوو په پرتله یې نرخونه هم ټیټ دي. د شکر لرونکیو ناروغانو لپاره ګټور دي او د طبي څېړونکیو په باور د اعصابو قوي کونکې هم دي. 

انځر

دا د ډیرو ګټو لرونکې میوه ده. هاضمه راولي، د ګردې، مثانې او د مخ د رنګ په پاکوالي او شفافیت کې مرسته کوی. ډاکټران د قبضیت، د معدې د تیزابیت او د بواسیرو لرونکیو ته د انځر د ډیرو خوړلو سپارښتنه کوي.

جلغوزي

جلغوزي پلې مضبوطې ساتي، زړه ته قوت ورکوي او د مثانې د خیري یا پتري په ختمولو کې ګټور تمامیږي. بدن ته تقویت ورکوي او د ګردو د مرضونو په مخنیوي کې هم ګټور تمامیږي.

مویز/ ممیز

ممیز چې وچ انګور هم ورته ویلی شو. دا د انتی اکسیدنتس موادو لرونکې مېوه ده چې په زیاته کچه وسپنه، فایبر، پوتاشم او مګنیزیم لري. په ورځڼی ډول د پينځو ممیزو کارونه بدن ته ګټه رسوي، د غاښونو او د ورۍ په قوی ساتلو کې مرسته کوي او همدارنګه د وینې جریان پياوړی کوي. دا ميوه د کاربوهایدریت په درلودلو سره بدني وړتیا پیاوړې کوي، بې خوبي له منځه وړي او د ویني فشار کنترول ساتي.

کاجو

کاجو په زیاته اندازه د غذايي موادو لرونکې مېوه ده. یوې څېړنې ثابته کړې چې په کاجو کې مګنیزیم او پوتاشیم په ډيره زیاته اندازه شتون لري چې د انسانی جسم لپاره اړین دي. کاجو د ویتامینE او د ویتامین B6 ښه سرچینه ده. د سرطان ناروغۍ د مخنیوي، د زړه د روغ ساتلو، د هډوکو د پياوړي کولو او د ښه خوب راوستلو لپاره ګټور تمامیږي. کاجو خوړل د ویني د فشا ر خطر کموي او د شکر ناروغۍ لپاره هم ګټوره مېوه ده. له کاجو په بېلا بېلو خواږه خوراکونو کې هم استفاده کیږي.

خورما

په خورما کې يه زیاته کچه فایبر، پوتاشیم، منګنیزیم، منګنیز او ویټامین B6 موجود دي چې بدن ته ګټه رسوي. د هډوکو په قوي کولو، د هاضمي سیستم په هوارولو او د فالج ناروغۍ د خطر په کمولو کې مرسته کوي.