ژوندون

راډیو ټلوېزیون

روانه میاشت به (د ناسا، چین او عربي اماراتو) درې فضایي بېړۍ مریخ ته ورسېږي

د ۲۰۲۰م کال په جولای میاشت کې، هغه وخت چې د لمریز نظام په مدارونو کې مریخ له ځمکې سره تر بل هر وخت ډېر نږدې شوی وو، ناسا، چین او عربي امارتو دغې سور رنګي سیاري ته د ښو څېړنو په موخه درې فضایي بېړۍ ولېږدولې. او ویل کېږي چې په فضاء کې له اووه میاشتي سفر وروسته به په روانه فیبروري میاشت کې درې واړه دغې سیارې ته ورسېږي.

دا فضایي بېړۍ به په مریخ سیاره کې بېلابېلي څېړني وکړي.

تر ټولو مهمه یې د ناسا فضایي بېړۍ ده، چې د ناسا پريسي په نوم نومول شوې، او د فیبروري میاشتې په ۱۸مه نېټه به په دې سیاره ښکته شي. د دې فضایي بېړۍ په اړه تر ټولو په زړه پورې خبره دا ده، چې کوچنۍ هلیکوپټر ته ورته الوتکه یې هم ځان سره وړې، او د لمړي ځل لپاره به په مریخ سیاره د هلکوپټر الوتنه وازمایل شي.

د دې تر څنګ د چین فضایي بېړۍ د ټیانوین۱ او عربي اماراتو فضایي بېړۍ (هوپ یا هیله) به هم په همدې میاشت کې د مریخ مدارونو ته ورسېږي.