ژوندون

راډیو ټلوېزیون

د پښو خارښت د کومو ناروغیو ښکارندویي کوي؟

ژباړه: امین حسن


پښې زموږ د بدن تر ټولو خواریکښ غړی دی. پښې ټوله ورځ له سهاره تر ماښامه د ټول وجود پيټی وړي او له موږ سره په تګ راتګ، منډو ترړو، ناستې پاستې او نورو برخو کې مرسته کوي.

۲۶ هډوکي او له سلو زیات عضلاتو تر څنګه نور غړي د پښو سره یوځای د یوه ټیم په څېر  د کارولو له امله زموږ د ورځني ژوند د هلو ځلو باعث ګرځی.

که پښې خارښت کوي یا هم بوډۍ کیږي نو علت به یې څه وي؟

ځينې وختونه د زیات ودریدو له امله کیږي خو ډیری وختونه د سترو ناروغیو  د درلودلو لپاره مازې یوه اشاره وي، چې باید ځان پرې وپوهوو.

 د ګُردو د فلج کیدو خطر

ګُردې په وجود کې د خپل سیال توازن ساتلو  او بیا له اړتیا وروسته د بدني سیستم څخه د ویستلو دنده پر مخ وړي. اما چې کله دواړه یا هم یوه ګرده خپله دنده په سالم ډول مخته ونه شي وړلی نو د دې یوه نښه د پښو د خارښت په ډول را څرګندیږي. طب پوهان وايي په داسې حالت کې باید لږ ارام او ترڅنګه یې اوبه باید ډیرې وڅښل شي. که چرته ګُردې د اضافه اوبو په ویستلو کې د ستونزې سره مخ وي نو د پښو خارښت ورسره نور هم زیاتیږي او  لاسونه هم ورسره خارښت پیدا کوي. په داسې حالت کې باید اړونده ډاکتر ته مراجعه وشي ترڅو دقیقه درملنه یې وکړي.

د زړه ناروغۍ

د بدن د مختلفو برخو سوزش یا هم خارښت او په ځانګړي دول د پښو خارښت کول بیا د زړه ناروغیو سره ډیر زیات وي. که ډیری وخت ستاسې پښې خارښت کوي نو هره ورځ باید تر څلويښتو دقیقو پورې قدم ووهئ او دا مو عادت وګرځوئ، ترڅو وینه مو پښو ته په سمه بڼه ورسيږي. که چرته بیا هم ښه نه شوئ نو باید ډاکټر مراجعه وکړئ.

د ویني په جریان کې بندښت

د یوې پښې یا لاس سوزش یا خارښت کول د وینې د پرنټ کیدو یا هم د ویني د بندښت ښکاره علایم دي. اصلاً د ویني د پرنټ کیدو له امله پښو ته د وینې جریان بندوي چې د همدې له امله لاس یا هم پښه خارښت کوي او درد پیدا کوي نو په داسې حالتونو کې باید له ډاکټر سره په تماس کې شئ.

زړه ته د وینې پمپ کیدل

ممکن کله مو پام نه وي شوی خو ډیری وختونه د پښو خارشت د زړه د دریدو له امله هم وي. د زړه د دریدو نه هدف دا نه دی چې کار پریږدي، فقط یو څه ستړی شي یا هغه اندازه وینه کومه اندازه وینه چې په عادي حالت کې پمپ کوي په هغې کې سست شي چې له امله یې وینه بیرته په رګونو کې اوړي نو داسې حالت کې  د پښې خارښت د دې ښکارندويي کوي چې د زړه په ښي خوا کې څه ستونزه شته ده.

 د ډیر وزن لرل( چاغوالی)

د چاغښت په ناروغیو کې د پښو خارښت هم شامل دي ځکه چې ډیری چاغ کسان همدا شکایت لري. طبي پوهان هم وايي چې د ډیری کسانو د پښو سوزش یا خارښت عمومی علت همدا چاعښت دی.

د ډیرې مالګې استعمال

په غذايي موادو کې له حده د زیاتې مالګې کارول هم د پښو د خارښت سبب کیږي. څېړونکي وايي په ورځ کې د یوې کاشوغې له اندازې زیاته مالګه باید ونه خوړل شي.

ډير کیناستل یا ودریدل

هغه کسان چې ټوله ورخ ولاړ وي او حرکت نه کوي د هغوی ګونډې، د زنګانه سترګې او د پښو عضلاتو ته وینه په سمه توګه نه ورځي یا هم برعکس ځینې کسان ټوله ورځ ناست وي نو له همدې چې د وینې جریان یې ناسالم وي او بیا په ورته ناروغۍ اخته کيږي.