ژوندون

راډیو ټلوېزیون

د خوب کمښت مو صحت در وژني!

ژباړه: امین حسن


د شپې لخوا ښه خوب ته به د چا زړه نه کیږي!؛ دا خوب نه یوازې ستاسې طیبعت خوشاله ساتي بلکې د سترګو تر غاړو تورې حلقې هم نه در جوړوي.

معلومه اندازه خوب د زړه، ذهن او وزن تر څنګه د هر څه  صحت له پاره ګټور ثابت شوی دی؛ خو د اوسني دور  مصروفیتونو  د طبي څېړونکیو هغه اندازه( چې باید له اووه تر اتو ساعتونو خوب وشي) تر شپږو ساعتونو پورې راټيته کړې ده.  

موږ او تاسې ټول د ښه خوب کولو په ګټو پوهیږو؛ خو ممکن له دې به ناخبره یاست چې د پوره خوب نه کولو له امله تاسو سره څه پيښیږي.

د امریکا یوې طبې څیړنې څرګنده کړې چې د یوې شپې د خوب نه کول مو پر ذهن له حده زیات منفي اغیز کوي. د مشی ګن اسټیټ پوهنتون د یوې څېړنې له مخې ویل کیږي چې که د یوې شپې د بې خوبۍ نه وروسته مو ذهني ستونزې لرلې نو عادي يې مه ګڼئ بلکې دا رښتیا دي چې بې خوبي ذهني ګډوډي رامنځته کوي.

په څېړنه کې دا هم ویل شوي دي چې د کم خوبۍ له امله په کورونو او ادارو  کې مو ورځني کارونو کې تیروتنې هم ډیریږي او د ورځني کارونو په ترسره کولو کې له ډیرو ستونزو سره به هم مخ کیږئ.

د څېړنې په جریان کې یې ۷۷ کسان ټوله شپه ویښ پریښي وو او ۶۱ کسان یې خوب ته پریښي وو؛ له دې وروسته د ازمایښت لپاره یې یو ماښام او بیا بل سهار یې ترې دوه ډوله ذهني ازموینې اخیستې وې. یوه ازموینه د دوی د عکس العمل اړوند او دوهمه هغه یې د دوی د ورځني کارونو اړوند وه.

په پایله کې معلومه شوه چې د ۷۷ بې خوبه کسانو په ماښامنۍ ازموینه کې تیروتنې ۱۵ سلنه وې او د دوهمې ورځې د سهار د بې خوبۍ له امله یې تیروتنې ۳۰ سلنه وې؛ خو د ۶۱  کسانو چې خوبونه يې پوره کړي و د دواړو ازموینو پایلې یې یو شان یاني ۱۵ سلنه وې.

نو په همدې اساس څېړونکي وايي چې کم خوبي له دې پرته ځینې نورې ستونزې هم رامنځته کوي؛ چې په دې لیکنه کې به یې تاسو ته وړاندې کوو.

حافظه کمزورې کوي

کم خوبي د منځني عمر لرونکیو په دفاعي سیتسم کې یو څه اندازه بدلونونه راولي چې بلاخره په اوږدمهاله کې یې په یاداښت باندې منفي اغیز پریباسي یانې حافظه یې کمزورې کیږي. خو هغوی چې خوب یې پوره وي حافظه یې هم پياوړې کیږي.

تل به د لوږې احساس کوي

مغز له خوب څخه تقویه کیږي او کله چې خوب کم شي نو د مغزي تغذيي لپاره له ډیر خوارکه خپله برخه انرژي پوره کوي او له همدې امله د لوږې د ډیریدو هارمون د ګیرلین کچه لوړیږي، چې د بدن د اضافي غوړو او د خوږو خوراکونو اشتېها ورسره زیاتیږي او د کم خوب له امله د لوږې د کنترول هرمون لپيټن هم ورسره متاثره کیږي؛ که بیا هر څومره ډیر خوارک هم وکړل شي بیا به هم انسان د لوږې احساس کوي.

پر تصمیم نیونه مو اغیز پریباسي

کله چې د یو انسان بدن او ذهن د ستړیا احساس وکړي یا ستړی شي نو انسان بې له فکر او سوچ څخه پریکړې کوي یاني د ښه او بد تر منځ توپیر کول ورته سخت شي یا هم د ژوند نورو مسایلو په اړه په پریکړو کولو کې دوه زړي کیږي او هیڅ سم احساس نه شي کولای.

مخکې له وخته زړښت

د څېرې د ښکلا له پاره خوب ډیر مهم دی او د کم خوبۍ له امله د سترګو تر غاړو د تورو حلقو جوړیدل او د څېرې راښکلتیا خو اوس وخت کې عادي خبره ده؛ خو نوې څېړنې ښيي چې همیشنۍ کم خوبي ستاسو پوستکی ډیر ژر د زړښت خوا ته وړي او د وجود د پراخ والي هرمون د رټیسول کچه په زیاته اندازه خوشې کوي چې د دې زیاتوالی پوستکی د هموار او سالم ساتلو پروټین لیګین یې بیا په سمه توګه دنده پرمخ نه شی وړلای.

د یوازیتوب احساس

په یوې څېړنې کې راغلي چې د کم خوبۍ له امله ډیری ځوانان په ټولنیزه توګه له خلکو سره د ناستې پاستې څخه ډډه کوي او داسې احساس کوي چې ګني دوی د دې ټولنې له خلکو جدا دي او همدا د یوازیتوب د احساس ناروغي یې هغه وخت لا پسې زیاتیږي چې کله په دایمي کم خوبۍ عادت شي.

د ډیپریشن کچه لا پسې زیاتوي

څېړنې وايي کم خوب بلاخره د انسان طبیعت جنجالي ډوله کوي یاني په عادي خبره او کړنه به هم غوسه ورځي او د دې ترڅنګه د عادي انسانانو په پرتله د ډیپریشن کچه هم په کې دوه برابره ور لوړوي چې د کورنیو ستونزو تر څنګ په کاری ژوند یې هم ناوړه اغیز پریباسي.

هډونه کمزوري کوي

د لږ خوب له امله د هرمونونو په سیستم کې تغیرات راځي او د بدن  د هډونو غښتلتیا کمزورې کوي؛ چې بیا تداوي يې ډیره په سخته کیږي. د سپورت برخې پوهان هم هغو کسانو ته د ډیر خوب سپارښتنه کوي چې غواړي ښه اندام ولري.

سر درد

طب پوهانو تر اوسه په دې اړه داسې کره څه نه دي ویلي چې د کم خوبۍ له امله سر ولې درد کوي؟ خو دا رښتیا دي چې د کم خوبۍ له امله نیم سر درد کوي؛ په تیره بیا هغه کسان چې په  خوب کې خریږي هغوی هم له ۳۶ سلنو څخه نیولې تر ۵۸ سلنه پورې سهار کې سر دردي لري.

چاغښت

د کم خوبۍ له امله د انسان د وجود هرمونونه خپل توازن له لاسه ورکوي چې په پایله کې د زیاتو کالوریزو لرونکیو غذا ګانو ته د انسان اشتها پیدا کیږي او د خواهشاتو د پوره کولو له امله انسان مجبوریږي چې ډیر خوراک او څښاک وکړي نو همدا علت بیا د چاغیدو له پاره اسانه زمینه سازي ده!

بلاخره د چاغښت سره خوا کې د ستړیا او لټۍ احساس هم ورسره یو ځای کیږي.

د سترګو د دید کمزورتیا

کم خوب د سترګو د دید د کمولو سربېره د سترګو جال جال کیدل او د یوه پر ځای د دوه دوه شیانو لیدل دا ټول د کم خوبۍ له امله کیږي؛ چې بلاخره د سترګو د نظر د کمیدو باعث هم ګرځي.

د زړه ناروغۍ

په یوه څېړنه کې یې څو کسان د ۸۸ ساعتونو لپاره خوب ته نه وو پریښي چې بلاخره د ویني فشار سطحه یې لوړه شوې وه، چې دا خو کومه د تشویش وړ خبره نه وه خو کله یې چې همدغه کسان د شپې لخوا یوازې د څلورو څلورو ساعتونو خوب لپاره پریښي و نو د زړه ضربان یې تېز شوي وو چې همدا د زړه په ناروغیو د اخته کیدو ښکاره  علت و.