ژوندون

راډیو ټلوېزیون

د نفتو بازار او راتلونکی برخلیک | ژباړه: عصمت تره کی

له کله چې نفت او د وسټ تګزاس اینټرمیډیټ نفت یا هم د امریکا سبک نفتو بیه په بې سابقه توګه راټیټه شوي، ښايي تاسو یې هم د څرنګوالي په لټه کې اوسئ. نو دلته د نفتو د بیو راټیټوالي لاملونه او دآتي قیمت یا قرارداد وپيژنئ.

د نفتو دا ټیټ قیمتونه د آتي قراردادونو پوري اړوند دي، آني قراردادونه او قیمتونو پوري اړه نلري. یا هم که په بل ډول ووایو، اوسني نفتي قیمتونه په دې روانو میاشتو پورې په تسلیمدونکو نفتو پوري محدود دي، دا نرخونه په راتلونکو میاشتو پوري کوم تړاو نلري.

دا پورته جملي یو څه پیچلي شوي، نو د دې لپاره چې په دې موضوع ښه پوه شئ، لمړی باید آتي او آني قراردادونه وپیژنئ.

د آتي قرارداد یا آتي قیمت څه شی دی؟

د آتي قراردادونه یا قیمت د آني قراردادونو او قیمت په مقابل کې مانا پیدا کوي، د آني په قرارداد کې پلورونکی او پيردونکی په خپل منځ کې هوکړه کوي او جنس د هغې شیبي په مشخص قیمت پیري.

خو د آتي قیمت او قرارداد بیا هغه قرارداد دی، چې یو جنس د قیمت ټاکل په راتلونکي پوري اړوند وي. دا ډول قراردادونه له ډېر پخوا څخه د بزګرانو او پانګوالو ترمنځ په سنتي توګه ترسره کېدل.

بزګرانو به د دې لپاره چې وکولای شي، پانګه او عاید تر لاسه کړي د کرکېلي د محصول تر اخیستلو پوري باید صبر وکړي. خو دا چې پيسو ته به یې دوامداره اړتیا درلودله او ډېری شیان به يې په آني توګه اخیستل، نو د اړتیاو له مخې یې نشوای کولای د کرکېلي مصولاتو ته کښېني. بل خوا پانګوال یا هم د اړوند کرنیز محصول مصرف کوونکي به دې ته حاضریدل تر څو د بزګرانو محصول د یو قرارداد په لړ کې له پخیدو څخه مخکي په یو توافقي قیمت واخلي او کله چې پاخه شي، بیا یې ترلاسه کړي. د بیلګي په توګه د نانوايي یو څښتن به مخکې تر مخکي له یو تن بزګر څخه د دې له امله چې په راتلونکي کې نرخونه لوړ نشي، غنم په پټي کې اخیستل، چې له پخیدو سره سم به یې بیا ترلاسه کول.

د دې قرارداد له مخې به د اوس لپاره کرنیز محصول نه ورکول کېدل، مګر بزګرانو به د خپلو محصولات تر وخت مخکې پلورلو په پيسو باندي خپلي وړځنۍ اړتیاوي پوره کولي. د هغه ترڅنګ پانګوالو یا هم نانوايي به کرنیز محصولات په راتلونکي کې د نن په بیه ترلاسه کول. خو په راتلونکي کې به د بیو لوړوالي او ټیټ والی خامخا د یو لوري په زیان هم تمامیدل.

د بیلګی په توګه نانوايي نن غنم د آتي قرارداد له مخې واخیستل، که اوس د غنمو د یو ټن قیمت په بازار کې زر ډالر وي، خو دا قیمت د محصول د پخیدو او نانوايي ته د تسلمیدو په مهال یو نیم زر ډالر ته لوړ شوی وي، نو نانوايي پنځه سوه ډالر په یو ټن غنمو کې ګټه کړي او بزګر پنځه سوه ډالر په یو ټن کې تاوان کړی. خو برعکس غنم ارزان شي او نانوای د غنمو د تر لاسه کولو په مهال وکولای شي یو ټن په پنځه سوه ډالر واخلي، خو دا چې قرارداد یې مخکي ترسره کړی نو باید په هر ټن کې پنځه سوه ډالر تاوان وکړي او له بزګر څخه غنم ترلاسه کړي.

دا سنتي طریقي څخه اوس په نړیواله کچه کار اخیستل کیږي. ځیني هېوادونه او کمپنۍ آتي قراردادونه ترسره کوي او له دې سره یا ډېره ګټه کوي او یا هم ډېر تاوان کوي. نفت هم یو له هغو محصولاتو څخه دي چې نړیوال بازار یې له آتي قراردادونو او قیمتونو سره تړلی دی.

د نفتو په بازار کې، پيردونکی مشخص محصول مخکې تر مخکي په یو مشخص قیمت اخلي او د هوکړې سره سم یې باید په راتلونکي کې په یو معین وخت کې تر لاسه کړي. په دې ډول معامله کې داوړه لورې د نفتو راتلونکي بازار او نرخونه تحلیل او ارزیابي کوي. دوۍ اټکل کوي، چې په راتلونکي کې به د نفتو قیمت د موجودو دلایل په بنسټ پورته ځي او که به ټیټ راځي، د دې اټکل له مخې بیا توافقي قیمت د آتي قرارداد لپاره ټاکل کیږي.  

د دې جوړجاړي له مخي بیا د نفتو پلورنکي کولای شي د نفتو په بازار کې بي ثباتي تر یو بریده کنټرول کړي او د آتي قرارداد له مخي د تضمین شوي عایدو سره سم په راتلونکي کې کار وکړي.

د هغه ترڅنګ د نفتو پیردونکي هم کولای شي په راتلونکي کې د آتي د قرارداد له مخې روښانه ستراتیژي ولري، ځکه په قرارداد کې هرڅه څرګند دي، چې په راتلونکو میاشتو کې به نفت په کومه بیه ترلاسه کوي.

خو د دې ترڅنګ دریمه ډله په بازار کې شته، چې نوسان ګیران یا هم معامله ګرانو په نوم یادیږي؛ دا ډله د نفت او نفتو د صنعت په بازار کې د تغیراتو او نوساناتو څخه ګټه اخلي او دا ډول فرصتونو ته په تمه وي.

د نفتو قیمتونه ولي راټیټ شوي؟

نفت په دې وروستیو میاشتو کې د کرونا ویروس د بحران له امله ندي مصرف شوي؛ په بازار کې د نفتو تقاضا راټیټه شوي او عرضه یې تر حد زیاته شوي ده. د هغه ترڅنګ زیرمې یې هم ډکې شوي دي او د نورو د زیرمه کولو امکان هم نشته. د نفتو باراز په داسي حال کې داسي تغیرات تجربه کوي چې، د مۍ د میاشتي لپاره باید نفت د آتي قرارداد له مخې تر لسو ورځو کم وخت کې اخیستل شوي وای، خو له بده مرغه چې د زیرمي امکان یې نشته او پیردونکو ټولي زیرمې ډکې دي، چې په بازار کې د تقاضا کموالي ته په کتلو سره ممکن د مۍ په میاشت کې هم بسنه وکړي.

بل خوا تولید کوونکي هم نشي کولای په چټکۍ سره تولید ودروي. ځکه چې په تولید کې کموالی راوستل او بیرته په کم وخت کې د اړتیا په مهال د تولید اندازه لوړول هم ډېره زیات لګښت لري. نو له دې امله د نفتو تولید کوونکي له تولید کېدونکو نفتو څخه د ځان د خلاصوني په موخه یوازي او یوازي دا لار لري، چې پیردونکو ته ډېر زیات تخفیف ورکړي او قیمتونه په بیساري توګه راټیټ کړي. د نفتو قیمتونه به په راتلونکو میاشتو کې هم له نوساناتو او تغیراتو سره مخ شي. خو له اوس څخه داسي انګېرل کیږي، چې په راتلونکو میاشتو کې به د نفتو بيي مثبتي وي او ښايي وضعیت تغیر وکړي.  د جون د میاشتي لپاره د اخیستل کیدونکو نفتو بیه تر ۲۰ ډالرو پوري اټکل کیږي، خو که دې قراردادونو ته په نږدي کېدو سره د زیرمو او بازار شرایط تغیر ونکړي، نو لري نده چې دا قیمتونه به له یو بل بحران سره مخ شي