ژوندون

راډیو ټلوېزیون

د نه تاوتریخوالي یا عدم تشدد نړیواله ورځ

 دغه ورځ په کال ۲۰۰۴ کال کې د ملګرو ملتونو له لوري اعلان شوه، چې هر کال د اکټوبر پر دویمې لمانځل کېږي. په پښتنو کې د دغې فلسفې د خورولو لومړی سرلاری پاچا خان دی، چې د خدایي خدمتګار تحریک له لارې یې ټولنه کې دغه فلسفه خپره کړه

په کوزه او بره پښتونخوا کې دغه ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې ورسره د پاچا خان نوم تړلی دی. د پاچا خان د لارې لارویان وایي د خان له مړینې وروسته دغه فلسفه یو څه کمرنګه شوې چې د تاوتریخوالي دغه څپه هره ورځ په لوی افغانستان کې د سلګونو خلکو ژوند ګواښي. د عدم تشدد فلسفه په هغې ټولنه کې ښې پایلې لري چې لوستي وي

د عدم تشدد یا نه تاوتریخوالي نړیواله ورځ چې د اکتوبر پر دویمه لمانځل کېږي د پښتون قوم لپاره د پاچاخان هغه فلسفه ده، چې د خدایي خدمتګار تحریک له لارې یې په ټولنه کې خپره کړه . د نه تشدد لپاره د پښتون قوم سرلاري پاچا خان کلونه کلونه مبارزه وکړه او پښتون قوم یې تحریک کړ څو راویښ شي او له تاوتریخوالي لاس واخلي د خان له مړیني وروسته په پښتنو ټولنه کې دغه فلسفه یو څه کمرنګه شوه، چې هره ورځ دغه څپه په لوی افغانستان کې سلګونه افغانان ځپي. کوزه پښتونخوا کې د پاچا خان د لارې لاروۍ او د پي ټي ام غړې ثنا اعجاز وایي، پښتون قوم کې د لومړي ځل لپار ه دغه فلسفه خان عبدالغفار خان د خدایي خدمتګار تحریک له لارې خپره کړه

اعجاز وایي پاچا خان کور په کور وګرځېد او پښتون قوم یې یووالي او نه تاوتریخوالي ته راوبلو. د نه تاوتریخوالي یا د عدم تشدد دغه نړیواله ورځ پښتون قوم په داسې حال کې لمانځي چې لا هم پښتانه د تشدد ښکار دي او هره ورځ په لوی افغانستان کې سلګونه پښتانه د دغې څپې له ستر ګواښ سره مخ دي. د پښتنو سرلاري او مبارز پاچا خان تل پښتنو ته د تعليم ، شعور او پوهې ورکولو خبره کړې او له تشدده يې نفرت کړی وو. د نه تاوتریخوالي نړیواله ورځ په پښتون قوم کې د پاچا خان یادونه راتازه کوي او د خان مبارزې او د دغې فلسفې بیاځلې خپرولو ته یوه موقع په لاس ورکوي. پښتانه فعاله ځوانان وایي تشدد په منطق او دلایلو لمنځه ځي، نو په کار ده چې د پاچا خان د غوښتنې سره سم خپل نوی ځوان نسل تعلبم ته وهڅو څو دغه فلسفه لا ژوندۍ او د خان عبدالغفار خان هغه ارمان، چې پښتون قوم کې یې د تشدد مخنیوي، تعلیم ته هڅونه، شعور پېداکول او نورو برخو کې مبارزه کوله پوره کړو

دوی وایي د پاچا خان له مړینې وروسته د پښتون قوم ځوان کهول د تاوتریخوالي او زور زیاتي بلنې ته غوږ ږدي چې اندېښمنونکي ده. د عدم تشدد یا نه تاوتریخوالي نړیواله ورځ په داسې مهال نمانځل کېږي چې پښتانه مشران بیا د خپل قوم لپاره د دغې ورځې او د یادې مبارزې سرلاری پاچا خان یادوي پاچا خان دغه مبارزه په شلمې پېړۍ کې پیل کړه چې هغه وخت په فخر افغان، پاچا خان او سرحدي ګاندې نومونو نومول شوی و

خان له سختې مبارزې وروسته په کال ۱۹۸۹ ز کال کې د ۹۹ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ او په جلال اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو، چې خپل قوم ته یې یوه لویه فلسفه په میراث پرېښوده

میوند سالارزی