وروستي خبرونه

کورنیو چارو وزرات د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۴۴ مخالفو وسلوالو ته د مرګ – ژوبلې اړولو ادعا کوي

دغه وزارت وايي، وسلوالو طالبانو د خوست، کندهار، زابل او فاریاب ولایتونو په اړوند سیمو کې د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه ترسره کړي، چې د امنیتي ځواکونو د ځوابیه بریدونو په غبرګون کې د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو د ولسوال مرستیال ملا عیاض په ګډون ۲۹ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

دغه وزارت د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې یادې نښتې د زابل په مرکز، خوست ولایت په موسی خېلو، کندهار په معروف او د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.

خبر پاڼه زیاتوي چې د دغو نښتو په پایله کې د وسلوالو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې او لېږدوونکي وسایط هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي. وسلوالو طالبانو تر دې دمه د حکومتي ځواکونو د دغو ادعاوو په غبرګون کې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008