وروستي خبرونه

ولسمشرغني د لوګر د عمومي وضعیت ارزونې په موخه دې ولایت ته په سفر تللی

په دغه سفر کې چې له نوموړي سره لوړ پوړی دولتي پلاوی ملتیا کوي. د راپورونو له مخې نوموړی نن سهار د لوګر ولایت مرکز پل علم ته رسېدلی او په پام کې ده چې په دغه سفر کې د لوګر ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې ترڅنګ پر یو شمېر امنیتي موضوعاتو او نورو برخو هم له امنیتي مسوولینو، قومي مخورو او یو شمېر ځوانانو سره وګوري.

ولسمشر غني په داسې مهال لوګر ولایت ته دغه سفر کوي، چې دې وروسیتو کې لوګر ولایت د لویو لارو په ګډون په یو شمېر سیمو کې د ناامنۍ د ډېرښت راپورنه خپاره شول، چې له امله یې ځايي خلک او مشران اندېښمن شوي وو.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008