وروستي خبرونه

د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو بریدونه شوي

د ننګرهار ولایتي ادارې ویلي، دغه بریدونه د وسلوالو طالبانو له لوري نازیانو ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر یو شمېر پوستو ترسره شول، چې په وینا یې ځوابي برید کې دواړو غاړو ته مرګ – ژوبله اوښتې.

د ننګرهار د ولایت ویاند په خبره دغه بریدونه په شاه تنبول شوي، چې په پایله کې یې دوه تنه سیمه ییز پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. نوموړي ادعا کړې، چې د نښتې په ترڅ کې برید کوونکو ته هم ګڼه مرګ – ژوبله اوښتې، چې په خبره یې د اتو تنو جسدونه هم سیمه کې پاتې شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د دغې نښتې او ادعاوو په غبرګون کې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008