وروستي خبرونه

د انسان په ژوند د کورنۍ او ټولني اغېز؛ د امریکايي اوې شیفمن او افغان احمد زبیر تر منځ توپير!

ZhwandoonJuly 1, 2020110

لیکنه: رحمت الله محمد

که بیل ګیټس د حبیبه دانش په کور کې لوی شوی وای نو په ښارونو کې به یې لنډغرې کوله او د خلکو له ازارولو څخه به یې خوند اخیستل، که سټیو جابز د غلام حیدر (د حکمتیار پلار) په کور کې لوی شوی وای ښایي اوس به یې د اپل د جوړولو په ځای کابل وران کړی وای، که جیف بیزوس د دوست محمد خان (احمد شاه مسعود پلار) په کور کې زیږېدلی وای نو د خلکو په سرونو کې به یې میخونه ټک وهل، که ایلان ماسک د مولوي غلام نبي (ملا محمد عمر پلار) په کور کې زیږېدلی وای نو له خلکو به یې سرونه پرې کول، که مارک زوګربرګ د حاجي عبدالرحیم (جنرال دوستم پلار) په کور کې زیږېدلی وای نو په زرهاوو کسان به یې په یوه دښته کې وژل…

خو برعکس که زمونږ د ټولني مهم وګړي هم په ښو کورنیو کې زیږېدلي وای نو اوس به مونږ هم د نړۍ د نورو هېوادونو سیالان وای.

نو کورنۍ، ملګرې او ټولنه د انسان په روزلو زیاته اغېز کوي، ټول انسانان یو ډول نړۍ ته راځي، خو له کلونو وروسته بیا هر یو له بل سره توپیر لري، دا توپیرونه ځکه رامنځته کېږي چې هر انسان بېله کورنۍ، بېل ملګري او بېله ټولنه لري.

لنډ مثال:

۱. احمد زبیر: په یوه بې علمه کورنۍ کې لوی شوی، ټولنه کې هم فقط د مرګ، ټوپک او بدماشي خبرې کېږي، د ساتېري شیان یې هم ټوپک او بم ده، لنډغري کول یې یوازي په شوخي کې حسابیږي، لوبه یې هم د انسانان ازارول دي، او د ټولني اتلان یې هم ګل مرجان، دوستم، احمدشاه مسعود، هیبت الله، سیاف، کرزی او… دي.

۲. اوي شیفمن: په یوه علمي کورنۍ کې زیږدلی، ټولنه یې هم یوه علمي ټولنه ده، هر څوک د زده کړي او پرمختګ په لټه کې دي، د ټولني اتلان یې هم فرانکلین، لینکولن، سټیو جابز، بیل ګیټس، اوباما او… دي.

شل کاله وروسته به احمد زبیر د دې ټولني لپاره یو بل دوستم، محمد عمر، محقق، اختر محمد، احمدشاه مسعود، سیاف، ګل مرجان وي چې په زرهاوو انسانان به ووژني، په زرهاوو به بې لاري کړي او د حکومت او خلکو لپاره به یو لوی سردرد وي.

خو اوي شیفمن به شل کاله وروسته د امریکا لپاره یو بل سټیو جابز، بیل ګیټس، ایلان ماسک، مارک زوګربرګ، جیف بیزوس وي چې په زرهاوو کسان به نور هم وروزي، په زرهاوو انسانانو ته به د کار زمینه برابره کړي او له حکومت او خلکو سره به هم په اقتصادي برخه کې لوی همکار وي.

هټلر او انشتاین یو ډول انسانان وو، په یوه وخت کې یې ژوند کول، خو دا چې د دواړو ټولنې او کورنیو توپیر درلود، نو دوی هم له یو بل سره ډېر لوی توپیر درلود. انشتاین د بشریت په تاریخ کې تر ټولو لوی نظري فزیک پوه تیر شوی، چې د بشریت لپاره ډېرې لویي لاسته راوړنې لري، او هټلر بیا د نړۍ په تاریخ کې د یوي لویي جګړي چې میلیونونه انسانان په کې ووژل شول، شروع کړې.

نو انسان له موره هټلر یا انشټاین نه زېږي، بلکې د کورنۍ، ملګرو او ټولني تر اغېز لاندې راځي، او له هغه وروسته یا هټلر او یا هم انشټاین ترې جوړیږي.

دا چې زمونږ ننی نسل بې پوهې ده، دا زمونږ د نیکونو تېروتنه ده، خو که راتلونکی نسل مو بې لاري کیږي دا به زمونږ ګناه وي، نو راځئ نور په راتلونکي نسل رحم وکړئ، خپل ماشومان او نوي ځوانان د ټوپک په ځای قلم ته تشویق کړئ.

د اوې شیفمن په هکله پوره معلومات دلته وګورئ:

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008