وروستي خبرونه

امریکايي لوري له وسلوالو طالبانو د روان تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې

د یو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر قطر کې د طالبانو له سیاسي مشر ملا برادر سره په خبرو کې په مستقمه توګه غوښتنه کړې، چې هوکړې ته د خپلې ژمنتیا په ښودلو سره دې روان تاوتریخوالی کم او پر بهرنیو ځواکونو دې بریدونه نه کوي.

د امریکا له لوري په داسې مهال افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو د نه بریدونو ټینګار کیږي، چې دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګواکې د روسيې څارګره اداره هغو طالب جنګیالیو ته انعام ورکوي، چې امریکايي ځواکونه په نښه او ووژني.

د دغو غوښتنو په غبرګون کې طالبانو له خپلې غاړې امریکايي لوري ته د هوکړې بشپړې پلي کېدا ډاډ ورکړی او له هغوی یې هم غوښتي، چې شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008