وروستي خبرونه

اروپايي ټولنې افغانستان کې د سولې خپلمنځي خبرو پیل لپاره اوربند مهم شرط بللی

په داسې حال کې چې د هېواد په ګڼ شمېر ولایاتو کې د وسلوالو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ نښتو زور موندلی. که څه هم وسلوال طالبان د کېدونکو نښتو په ډېرو برخو څه نه وايي، خو اروپايي ټولنې بیا هر څه ژر د روان تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه کړې.

د دغې ټولنې له لوري په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سولې خپلمنځي خبرو د پیل او سولې ته په ښه ډول د رسېدو لپاره باید روان تاوتریخوالي ودرول شي او اوربند دې تامین شي. افغان حکومت هم په کراتو د روان تاوتریخوالي پر دوام اندېښنه ښودلې او د درېدو غوښتنه یې کړې، خو طالبانو بیا د هوکړې له مخې د خپلو ۵ زره زندانیانو پر خلاصون ټینګار کړی.

تازه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغانستان کې یې د سولې تامنیدا په موخه قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر له مشر سره لیده – کاته کړي دي. اروپايي ټولنه په داسې مهال هېواد کې د سولې تامینېدا لپاره اوربند مهم شرط بولي، چې دې وروستیو کې د جګړې شدت د سولې په چارو کې د فعالو خلکو اندېښنې ډېرې کړې دي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008