وروستي خبرونه

د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه له افغانستان سره شوې مرستې شخصي جېبونو ته تللي

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، له افغانستان سره د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه مرسته شوې پیسې اویا سلنه شخصي جېبونو ته تللي. دغو وکیلانو په جدیت سره له نورو وکیلانو غوښتنه وکړه، که چېرې په دغو پیسو کې څوک لاس ونه لري نو دا مسله دې باید په قاطع او بې پرې ډول وڅېړل شي.

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د دغې جرګې روغتیایي کمېسیون ته دنده سپارلې ده، چې یاده موضوع په بشپړه او جدي توګه وڅېړي او په اړه یې راتلونکې غونډې ته معلومات وړاندې کړي. د ولسي جرګې دغه وکیلان په داسې مهال له افغانستان سره د شوې مرستې په اړه د پلټنو غوښتنه کوي، چې له دې وړاندې په ځینو ولایتونو کې د روغتونونو لپاره یو د چای ترموز په پنځه زره افغانۍ او یو چپرکټ په ۳۵ زره افغانۍ اخستل شوي وو، چې هممهاله په خواله رسنیو کې یې د خلکو سخت غبرګونونه راوپارول

One comment

  • وحیدالله صالح

    June 26, 2020 at 6:58 PM

    90سلنه خلک په کرونا مبتلا دي په روغتونونو کې خلک د ټیسټ لپاره په کتار کې انتظار کوي خو هغه خلک چې واسطه ولري قرنطین کيږي هم د ټيسټ نتیجه يې هم ژر تر ژره معلومیږي خو د دولت څو مغرض او مفسد چارواکي به هڅه کوي چې د کرونا لپاره قرض وکړي هغه مرستې چې د همدې مرض لپاره له افغانستان سره وشوي په هغوی خو يې ګيډې مړې نه شوې اوس لا د افغانستان پر راتلونکي ملنډې وهي مونږ 100% له دې قرض سره مخالف یو

    Reply

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008