وروستي خبرونه

ولسي وګړي له IMF څخه د پور پر نه اخیستو ټینګار کوي

وروسته له هغې چې په خواله رسنیو کې خلکو پر حکومت له دې امله نیوکه وکړې، چې د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه يې د پیسو له نړیوال صندوق څخه ۲۲۹ میلیونه ډالرو پور غوښتنه وکړه. که څه هم ملي شورا د رایو په اکثریت د حکومت دغه غوښتنه تایید کړه، خو ولسي وګړو په خواله رسنیو کې په پراخه کچه دغه پور اخيستنې لپاره خپلو غبرګونونو ته دوام ورکړی.

د ژوندون ټلوېزیون له لوري په خواله رسنیو کې د پیل شوې ټول پوښتنې په لړ کې هم چې نږدې یوولس زره کسانو ګډون کړی، ۹۱ سلنه خلکو له دغې پور اخیستنې سره مخالفت ښودلی. د کورونا وبا له امله ډېرو بې وزله هېوادونو سره نړیوالو او نړیوالو بانکو د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه په میلیونو ډالره مرستي ترسره کړې. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې کورونا ویروس په کې ورځ تر بلې په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې ده. تازه دغه هېواد سره امریکا د کورونا ضد مبارزې په برخه کې 42.5 میلیونه ډالره مرستې اعلان وکړو.

خو بل لور بیا څو ورځې وړاندي د افغانستان ملي شورا ګډ کمېسیون له کورونا ویروس سره د مبارزې په موخه د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور اخیستو سند تایید کړ، چې په کور دننه د خلکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شو. ولسي ګړي وايي، دغه پور د هېواد راتلونکی له اقتصادي بحران سره مخ کوي، چې په خبره یې ملت ته د خیر پر ځای زیان رسوي. د دوی په خبره افغان حکومت دې شویو مرستو کې پر روڼتیا کار وکړي، څو په وینا یې شوې مرستې د فاسدو چارواکو او زورواکو جېبونو ته لاړې نه شي.

دغه خلک په دې برخه کې شوې مرستې د بسنې تر کچې بولي. د ژوندون ټلوېزیون له لوري هم چې په خواله رسنیو ټول پوښتنه ترسره شوې وه، په کې کابو یوولس زره کسانو ګډون کړی وو، چې ۹۱ سلنه خلکو له دغې پور اخیستنې سره مخالفت ښودلی دی.

خبریال : وسیم تلاش / کابل

2 comments

  • Noor Chatak

    June 19, 2020 at 1:02 AM

    پور دنه اخلی

    Reply

  • Noor Chatak

    June 19, 2020 at 1:02 AM

    حکومت د پور نه اخلی

    Reply

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008