وروستي خبرونه

کابل ته د طالبان پنځه کسیز راغلی پلاوی لا هم د زندانیانو د تبادیلې لپاره تم دی

دغه پنځه کسیزه ډله چې له یوې اوونۍ راهیسې کابل کې ده، د راتګ موخه یې د هغو پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون پروسې څارل دي، چې امریکايي لوري سره یې په هوکړه کې د خلاصون هوکړه شوې. د ملي امنیت ریاست هم تایید کړې، چې دغه راغلی پلاوی لا هم کابل کې دی، چې د ټولو طالب زندانیانو تر خلاصونه به د څار دنده په غاړه لري.

که څه هم تر دا دمه مالومه نه ده چې د پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون دغه لړۍ به کله بشپړیږي، خو تر بشپړېدو وروسته به یې د سولې خپلمنځي خبرو پیل لپاره د طالبانو دغه شرط پوره او د افغان حکومت سره به د مخامخ خبرو بهیر پیل شي. تر دې وړاندې قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د خپلو 5 زره زندانیانو پر خلاصون ټینګار کړی وو او د سولې خپلمنځي خبرو له پیل وړاندې یې د دغو زندانیانو خلاصون خپل اساسي شرط بللی وو.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008