وروستي خبرونه

نن د افغانستان د لوی امپراتور احمدشاه ابدالي ۲۴۸ تلین دی

د افغانستان لوی امپراتور احمدشاه ابدالي د 248 تلین په مناسبت یو شمېر تاریخ پوهان وايي، افغانان دې د احمد شاه بابا تګلاره عملي کړي. د دوی په باور احمد شاه بابا په افغانستان کې د معاصر افغانستان بنسټ ایښودنکی او د ملی ورورګلوۍ په پلي کولو سره د افغانستان په نوم یوه ستره امپراطوري رامنځته کړه. د سیاسي چارو پوهان له اوسني واکمنو مشرانو غواړي، چې د سیاسي، اقتصادي او نورو اجتماعي برخو د بریا او پرمختګ لپاره د نوموړي تګلاره خپله او عمل کې یې پلی کړي. د دوي په خبره، د احمد شاه بابا فکر ژوندي ساتلو لپاره افغانان باید پر زده کړو او ټکنالوژۍ ځانونه سمبال او ځان له نړیوالو سره سیال کړي.

له هغه وروسته چې احمد شاه بابا ته په کال ۱۷۴۷ زېږدیز کې د واکمني لپاره تاج پر سر شو، د افغانستان تاریخ یوه بېله بڼه خپله او د پرمختګ په ډګر کې یې د اسیا په کچه خپل ټول سیالان تر شاه پرېښودل. د هېواد په شاوخوا پنځه زرن تاریخ کې د نوموړي واکمني د زرینې دورې څخه شمېرل کیږي، چې په کې افغانان د یوې لویې امپراتورۍ څښتن او ډېرې سیمې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستې. دا چې په اوسني دور کې افغانان له ټولو ډېر د سختو سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، له لسیزو راهیسې یې د وژنو او چاودنو له امله ژوند ورځ تر بلې تریخیږي. دغې روان حالت ته په کتو د سیاسي چارو پوهان پر روانو ناسمو سیاستونو نیوکه کوي او له افغان مشرانو غواړي، چې روانو ستونزو څخه د وتلو لپاره دې د لوی احمد شاه بابا لاره تعقیب او پلانونه یې عملي کړي. د احمد شاه بابا د پاچاهي تر لاسه کولو سره سم د احمد شاه بابا لويه هڅه د ملت او دولت جوړونه وه، هغه افغانان پر يو مرکز راغونډ کړل او د هغوی تر منځ يې ولسي او ملي تګلاره خپله کړه. دا ډول يې افغانان يو خوا د پرديو له ستمه وژغورل او بله‌ خوا يې د خپل واک څښتنان کړل. کارپوهان وايي، چې احمد شاه بابا دوه تګلاري درلودي، د هېواد جغرافي ساتل ، د ولسونو او حکومت ترمنځ اتفاق او اتحاد رواستل ول. د احمد شاه بابا په پاچا کېدو سره د افغانانو قوت او قدرت په ډېرې چټکۍ سره پراخ شو.

د هغه د واک دايره يا غلبه د ايران له لوېديځه نيولې بيا د هندوستان تر سرحده او له امو سينده نيولې بيا د هند تر بحره غځېدلې وه. خو پر دومره مصروفياتو سربېره هم هغه له علم او قلم سره خپله اړيکه پرې نه کړه. احمد شاه بابا د يو غوره منتظم په حيث داخلي تشکيلات سم کړه او عسکري، اداري، علمي او مدني اصلاحات او جوړښتونه يې رامنځته کړل. د کارپوهانو په خبره د احمد شاه بابا د فکر ژوندي ساتلو لپاره باید افغانان پر زده کړو او ټکنالوژۍ ځانونه سمبال او له دې لارې ځانونه له نورې نړۍ سره په سیالۍ کې سیال کړي. احمد شاه ابدالي له ۲۳ کلنې واکمنۍ وروسته په ۵۰ کلنۍ کې د ۱۷۷۲زېږدیز کال د جون پر درېيمه د کندهار د سلېمان (توبې) غرونو لمن کې د سرطان ناروغۍ له امله ساه ورکړه او له وصيت سره سم د کندهار ښار په مرکز کې خاورو ته وسپارل شو. د چارو پوهانو په منځ کې باورونه دا دي، چې که اوسني مشران او واکمنان د نوموړي سیاسي او اقتصادي تګلاره تعقیب کړي، په وینا یې لرې نه ده چې افغانان ډېر ژر د روانو لسیزو ناخوالو څخه په اسانۍ خلاصون ومومي.

خبریال : وسیم تلاش / کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008