وروستي خبرونه

د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنران او ولایتي مشران به له دندو ګوښه شي

ارګ کې یوې باخبره سرچینې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې ژر به د ولسمشر غني د تازه فرمان له مخې د دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنران او د ټولو ولایتونو مشران له دندو ګوښه شي.

د دغې سرچینې په خبره ټولو مرکزي او ولایتي دفترونو کې به لس سلنه مامورین پرېښودل شي، چې ډېری به یې د لوژستیکي تخنیکي وسایلو ساتونکي مامورین او خدماتي کارکوونکي وي. سرچینې د یادې پرېکړې لوی لامل د بودیجې کمښت او د ډاکټر عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ د ټاکنیزو کمېسیونونو اصلاح ده

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008