وروستي خبرونه

د ولسمشر غني له لوري په نویو پیل شویو ګمارنو د چارو یو شمېر څارونکو نیوکې کړي

د دغو خلکو په خبره په پیل شویو نویو ګمارنو کې هغه کدرونه چې هېواد کې دننه یې په سختو شرایطو او حالاتو کې زده کړې ترسره کړي، له پامه غورځول کیږي. د دوی په خبره دغو ګمارنو کې هغو خلکو ته لومړیتوب ورکړل شوی، چې د دوو تابعتونو درلودونکي او د ژوند ډېره برخه کې له هېواده بهر تېره شوې وي. د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم له مخې دې وروستیو کې یو شمېر ګمارنې ترسره شوې، چې پر ځینو یې د چارو څارونکو له همدې امله تندې نیوکې کړي.

د ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي پخلاینې د مشر عبدالله عبدالله د سیاسي تړون وروسته د حکومت د کابینې د بشپړېدو چارې یو څه چټکې شوې، خو د سیاسي چارو څارونکو په وینا حکومت ډېر هغه کسان په لوړو څوکیو ګماري چې دوه تابعیته دي او د حکومت له مشرانو سره شخصي اړیکې لري.

د نویو ګمارنو په لړ کې احمد جواد عثماني د عامې روغتیا سرپرست او محمود کرزی د ښار جوړولو سرپرست وزیران ټاکل شوي. محمود کرزی چې د هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزی مشر ورور دی، پر ده بیا له دې امله نیوکې دي چې نوموړی د کابل بانک په قضیه کې په اختلاس تورن شوی او دغه راز د خلکو په باور یو نامسلکي کس دی، چې په وینا یې نه شي کولی ورکړې دنده په سمه توګه مخ ته یوسي.

خبریال : بهادر خان/ کابل

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008