وروستي خبرونه

وسلوالو طالبانو د کابل په وزیر اکبرخان جومات کې د یاد جومات پر امام شوې چاودنه او د نوموړي وژنه غندلې ده

وسلوالو طالبانو د کابل په وزیر اکبرخان جومات کې د یاد جومات پر امام شوې چاودنه او د نوموړي وژنه غندلې ده: که څه هم د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر استاد نیازي د تېرې شپې برید کې د وسلوالو طالبانو لاس بللی، خو د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي او دا یې ستر جنایت بللی دی. ولسمشر غني، د ملي پخلاینې عالي شورا او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼو سیاسیونو دغه برید غندلی او د نوموړي وژنه یې ستره ضایع بللې ده.

د چارو څارونکو په باور د کابل وزیر اکبرخان سیمې په څېر امن ځای کې دغه ډول برید د پوښتنې وړ ده، چې باید په اړه یې هر اړخیزې پلټنې ترسره شي. استاد ایاز نیازی چې د مصر الزهر پوهنتون کې یې د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې ترسره کړې وې، تېره شپه وزیر اکبر خان جومات اوداسه ځای کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ټپي شو، چې وروسته یې بیا روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. په دغه برید کې د نیازي سربېره یو بل تن لمونځ کوونکی هم ووژل شو او دوه تنه نور ټپیان شول. تر دا مهاله پر نوموړي د برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008