وروستي خبرونه

کورونا ویروس کمزوری شوی دی، خو د دويمې څپې امکان یې شته

د ایټالیا د میلان ښار د رافایل روغتون رئیس البرتو زنګریلو وایې: د کورونا ویروس تاثیرات په دې وروستیو ورځو کې کم شوي دي، چې دا خبره ثابتوي چې کورونا ویروس کمزوری شوی دی.

د دې ډلي د څېړنو له مخي هغه کس چې دوه میاشتي مخکې په کورونا اخته شوی و، له هغه کس سره چې اوس په کورونا اخته کیږي توپیر لري. دوي وایې اوس کورونا ویروس د پخوا په پرتله په انسان کمه اغیز کوي، او په تیرو لسو ورځو کې د تلفاتو په شمېر کې هم د پام وړ تغیر راغلی.

له دې سره سره د ایټالیا حکومت خبرداری ورکړی چې دغه ادعا کیدای شي خلک بې غوره کړي او ددې هیواد له اوسیدونکو نه یې غوښتي چې له احتیاط نه کار واخلي.

په ورته وخت کې بیا ځیني متخصصین دغه ادعا په کلکه ردوي، او وایې چې دا ادعا ښايي خطرناکه تمامه شي.

سکاټلنډی ویروس څېړونکی سکار مکلین وایې چې په تیورۍ کې ددې امکان شته چې ویروس پخپل بدلون سره کمزوری شي. خو مونږ باید خپل احتیاط له لاسه ور نکړو.

ښاغلي زنگریلو د کروناویروس د دوهمو څپو له راتللو څخه ډار بې مورده وګاڼه چې د هغه په باور خلک یې اندیښمن کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د میرس او سارس په څیر وژونکي ویروسونه پخپل سر له منځه ولاړل.

خو بیا هم هغه وویل: “باید احتیاط له لاسه ورنکړو او بېځایه ځانونه ونه وژنو.”

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008