وروستي خبرونه

د سیاسي چارو څارونکي له افغان حکومته غواړي، چې افغان خاوره کې دې د پاکستان د لاسوهنې مخه ونیسي

پاکستان چې د ترهګرو ډلو څخه د ملاتړ په برخه کې په نړیواله کچه تورن دی، له همدې امله پرې امریکا خپل میلیاردونه ډالره مرستې کمې کړي، چې دې وروستیو کې په خړ لېست کې هم شامل شوی دی. له همدې امله افغان حکومت هم په کراتو د خپلو مخالفو وسلوالو په تجهیز او تمویل کې د پاکستان حکومت تورن کړی، خو اوس چې د سولې خبرو نږدې کېدو او د طالب او افغان حکومت تر منځ د بندیانو تبادلې د سولې هیلې ډېرې کړي، د چارو څارونکي له افغان حکومته غواړي، چې د سولې روانې پروسې د ښه مدیریت لپاره دې افغان خاوره کې د پاکستاني حکومت د مداخلي لاسونه لنډ کړي. د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، ډله یې د پاکستان مرستو ته هېڅ اړتیا نه لري.

د ده په خبره د مشر هیبت الله په ګډون یې غړي په افغان خاوره کې اوسي او له همدې ځایه خپلې چارې رهبري کوي. خو تر دې وړاندې دفاع وزارت ویلي وو، چې افغان خاوره کې طالبانو په ګډون شل ډلې د افغان حکومت پروړاندې جګړه کې ښکېل دي.

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، چې پاکستان له ټولو ترهګرو ډلو سره پراخې اړېکي لري او په نړیوالو غږ کوي، چې پر پاکستان جدي فشارونه راوړي، څو سیمې او نړۍ ته د ترهګرې رېښې ونه غځېږي. امریکا له اوږدې مودې راهیسې له پاکستانه غوښتي، چې د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي او د افغان سولې په برخه کې رېښتنې ګامونه پورته کړي، خو پاکستان بیا له ترهګرو سره د لاس لرلو خبره تل رد کړې او د سولې خبرو کې يې د بشپړې او رښتینې همکارۍ یادونه کړې.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008