وروستي خبرونه

2020 May 29

ZhwandoonMay 29, 2020
42.jpg

00

د خوست یو شمېر اوسېدونکي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو خلاصون سولې ته هیله مند کړي، جګړه کې له ښکېلو غاړو د سولې پروسې بریا لپاره د اوربند غوښتنه کوي. د دغه ولایت مدني فعالان سولې ته د رسېدو لپاره د زندانیانو خلاصون او د اوربند تامنېدل غوره بولي.

دغه غوښتنې په داسې مهال کیږي، چې دې ورستیو کې د دواړو غاړو ترمنځ د زندانیانو تبادله چټکه شوې، چې له امله یې جګړه هم له خپل پخواني حالته غورځېدلې ده.

په خوست کې ځايي مېشتي خلک د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو وروستۍ تبادلې له امله سولې او خپلمنځي خبرو ته هیله مند شوي او د دې برخې د لا پرمختګ لپاره له ښکېلو غاړو د اوربند د تامین غوښتنه کړې. د دغه ولایت مدني فعالان هم سولې ته د رسېدو لپاره د زندانیانو د خلاصون د بهیر پر چټکوالي ټینګار کوي او له ښکېلو غاړو غواړي چې د افغان وژنې روانې لړۍ د درېدو لپاره دې اوربند بیا ځل تامین کړي.

وروسته له هغې چې د طالب او امریکايي لوري ترمنځ قطر کې د سولې هوکړه لاسلیک شوه، سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو هیلې بیا ځل وټوکېدې. که څه هم لومړیو کې د زندانیانو د خلاصون په برخه کې یو څه ستونزې رامنځته شوې وې، خو دې وروستیو کې د دغې بهیر بیا ځل پیلېدو خلک سولې ته هیله مند کړي دي.


ZhwandoonMay 29, 2020
41.jpg

20

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي، د ملي امنیت شورا په هېواد کې د اوربند د دوام غوښتنه کوي. نوموړي پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي، چې د دغي پروسې د دوام لپاره افغان حکومت خپلې هڅې پیل کړي دي. د ده په وینا اوربند یو پېچلې پروسه ده او د پېښو د مخنیوي لپاره دوامداره همغږۍ ته اړتیا ده.

که څه هم د وسلوال طالبانو له لوري د اختر درې ورځني اوربند پای ته رسېدلی، خو تر اوسه وسلوالو طالبانو د دې پروسي د دوام یا هم د پای په اړه څه نه دي ویلي. له دې وړاندې د ملي امنیت شورا د سولې پروسې، بین الافغاني خبرو پیل او د وسلوالو طالبانو د بندیانو خوشې کېدل له اوربند سره تړلي بللي وو او د دې پروسې د اوږدولو غوښتنه یې کړه وه.


ZhwandoonMay 29, 2020
40.jpg

10

له هندوستان څخه د مرسته شویو غنمو درېیمه کښتۍ، چې ۵ زره ۷ سوه ۵۰ مټریک ټنه غنم په کې بار دي، چابهار بندر ته ورسېده. د دغو غنمو په لېږد سره په ټولیز ډول د ۷۵ زره غنمو له جملې څخه ۲۱ زره متریک ټنه غنم هېواد ته را لېږدول شوي دي.

د کورونا ویروس له امله رامنځ ته شوي وضعیت او غنمو ته د اړتیا په موخه د دغه غنمو د لېږد پروسه ګړندۍ شوې او په همدې حال کې د څلورم ځل لېږد لپاره هم غنم د پروسس په حال کې دي، چې د جون میاشتې تر اتمې نېټې به هغه هم هېواد ته را ورسیږي.

د یادونې وړ ده، هغه ۱۰ زره ټنه غنم چې په دوهم ځل هېواد ته را لېږدول شوي وو، د هرات او کندهار ولایتونو په زېرمو کې ځای پر ځای شوي دي. له هند څخه د دغو غنمو د لېږد مسوولیت د ملي پراختیا شرکت پرغاړه لري.


ZhwandoonMay 29, 2020
39.png

20

د غبرګولي یا جوزا نهمه د پښتو ژبې نړیواله ورځ په داسې مهال نمانځل کیږي، چې د هېواد دغه لومړۍ ملي ژبه لا هم د حکومت له پامه څنډې ته پاتې شوې او د دې لپاره چې باید د حکومت ټولې پرېکړې لومړی په همدې ژبه ولیکل شي، نه دا چې نه لیکل کیږي، بلکې د دې چارې کوونکو ته له بېلابېلو ادرسونو ګواښونه هم کیږي. د ژبژغورنې ملي غورځنګ وايي، د دوی مبارزه د خپلې ژبې د پياوړتیا، حکومتي کېدا او د نورو ژبو د را ژوندي کېدا او پیاوړتیا لپاره روانه ده.

لومړنۍ ملي ژبه چې لا یې هم خپل د ملي والي دغه ځای نه دی خپل کړی. د غبرګولي یا جوزا نهمه د پښتو ژبې نړیواله ورځ په داسې مهال نمانځل کیږي چې د هېواد دغه لومړۍ ملي ژبه لا هم د حکومت له پامه غورځېدلې او د دې لپاره چې باید حکومتي ټولې پرېکړې لومړی په همدې ژبه ولیکل شي، نه دا چې نه لیکل کیږي، بلکې په دې برخه کې خپل حق غوښتونکي له بېلابېلو ادرسونو ګواښل کیږي او د تعصب تورونه پرې لګیږي. د هېواد د اساسي قانون ۱۶مې مادې له مخې پښتو او دري د هېواد رسمي ژبې دي. پر همدې بنسټ حکومت اړ دی چې د هرې ژبې ویونکي ته په خپله ژبه د زده کړو زمینه برابره کړي.

خو له دې سربېره چې پښتو یواځینې ملي ژبه ده، لیدل کیږي چې لا هم په ډیری پښتون مېشتو سیمو کې پښتنو ته په خپلې ژبې زده کړې نه ورکول کیږي. د ژبژغورنې ملي غورځنګ په وینا د پښتو ژبې پیاوړتیا لپاره په کار ده چې د سیاسي او ټولنیز اړخ ترڅنګ د سوداګرۍ ژبه شي. دغه غورځنګ د پښتنو پر ځینو مخکښو څېرو نیوکې وکړې چې ګواکې د پښتو ژبې لپاره کار نه کوي.

هېواد کې په داسې مهال د پښتو ملي ورځ لمانځل کیږي، چې د څو لسیزو جګړو او وژنو په ترڅ کې تر ټولو ډېره قرباني له پښتون قام څخه اخیستل شوې او لا هم دغه قام د هېواد په لر او بر کې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو په هڅه په بېلابېلو لارو ربړول کیږي.

خبریال : بهادر خان / کابل


ZhwandoonMay 29, 2020
38-1024x683.jpeg

10

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېر یوه شپه – ورځ کې په بېلابېلو لابراتورونو کې د مشکوکو سمپلونو له ازمایلو وروسته ۶۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې په دې سره هېواد کې پر کورنا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۳ زره ۶ سوه ۵۹ تنو ته رسیږي. د دوی په خبره تېرو څلورویشتو ساعتونو کې نورو ۱۱ تنو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې په دې سره د مړو شویو کسانو ټول شمېر ۲ سوه ۴۶ تنو ته رسیږي. دغه راز له یاد ویروسه تر اوسه ۱۲ سوه ۵۹ تنو نورو بیا روغون موندلی.

عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، دې ورستیو کې په بازارونو او سړکونو کې د خلکو تک ــ راتګ له امله د کورونا ویروس مثبتو پیښو شمېر مخ په ډیریدو دی، چې په وینا یې یو خطرناک وضعیت يې رامنځته کړی دی. نوموړي یو ځل بیا له خلکو وغوښتل، چې د کورنا ویروس د مخنیوي په موخه د عامې روغتیا سپارښتنې پر ځان عملي کړي


ZhwandoonMay 29, 2020
37.jpg

40

د راپورونو له مخې افغان حکومت پرېکړه کړې، چې له څرخي او بګرام زندانونو څخه د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي له امله د حزب اسلامي ۴۲۵ تنه زندانیان ازاد کړي. د حزب اسلامي مشر کلبدین حکمتیار هم د دغو زندانیانو د خلاصون پخلی کړی دی. که څه هم ټاکل شوې وه، چې د حزب اسلامي سره د شوې هوکړې له مخې دغه بندیان کال وړاندې ازاد شوي وای، خو د بېلابېلو دلایلو له امله دغه خلاصون ځنډېدلی وو، چې له همدې امله څو وار ګلبدین حکتیار هم د هوکړې پر نه عملي کېدا حکومت باندې نیوکې کړې وې.

دې وروستیو کې د کورونا ویروس د خپرېدو او امریکايي لوري سره د طالب استازو د هوکړې د عملي کېدا په موخه ګڼ شمېر زندانیان د حکومت له بندخونو ازاد شوي، چې بل لور وسلوالو طالبانو هم په یو شمېر ولایاتو کې د لسګونه حکومتي سرتېرو د ازادېدو خبر ورکړ.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008