وروستي خبرونه

2020 May 27

ZhwandoonMay 27, 2020
23.jpg

40

ژباړه: رحمت الله محمد

د فضایي څېړنکو تازه څېړنې ښيې: هغه څوک چې غواړي له ځمکي بهر په مریخ یا کوم بل چاپیریال کې د ډېر وخت لپاره پاتي شي، نو لمړی باید د جنتیکي انجنیر په وسیله خپل جنوم اصلاح کړي، او په هغه کې باید څه تغیرات راولي.

وروسته له هغه چې د امریکا ملي فضایي څېړنو اداري (ناسا) له ۲۰۳۰م کال وروسته مریخ ته د ډلیزو انسانانو د لیږلو پروژه پلان کړه، فضایي څیړونکو هم هڅې شروع کړي، تر څو له ځمکي بهر د انسانانو د ژوند د څرنګوالي په هکله لا زیات معلومات پیدا کړي.

د دې څېړنو په پایله کې داسي ویل کیږي چې په نورو سیارو کې مضري پرتو او د جاذبي متفاوتي قوي کولای شي هلته د مېشتو انسانانو ژوند وګواښي.

نو هغه کسان چې غواړي په مریخ یا کومه بله سیاره کې د زیات وخت لپاره پاتي شي، نو باید خپلي جنتیکي ځانګړتیاوې تغیر کړي، تر څو د نورو سیارو بېلابېل مشخصات یې په روغتیا بده اغیزه ونه کړي. خو هغه کسان چې غواړي د کم وخت لپاره په مریخ کې پاتي شي، د هغوي لپاره بیا کومه ستونزه نسته.

د فضايي چاپیریال پیژندني متخصص کندا لینچ په خپله وروستۍ ناسته کې چې په نیویارک آکاډمي کې یې د (مریخ ته سفر: د فضایي مهاجرت ستونزې) تر نوم لاندې تر سره کړي، ویلي: که انسانان غواړي چې مریخ د خپل استوګنځي په توګه وټاکي، او په دې سیاره کې کار وکړي یا هلته کورنۍ جوړه کړي، نو باید خپلي جنتیکي ځانګړتیاوې تغیر کړي.


ZhwandoonMay 27, 2020
25-Copy.jpg

60

پنټاګون اعلان کړی چې تیره ورځ یې یو نظامي په افغانستان کې په یوه غیر جنګي پېښه کې مړ شو.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په یوه اعلامیه کې ویلي چې لمړی بریدمن (تراواروس راون بومن) د بګرام په هوایي آډه کې په یوه غیر جنګي پېښه کې مړ شوی.

د پنټاګون په بیانیه کې راغلي چې دا پېښه تر څېړني لاندې ده، او په دې اړه لا تر اوسه مکمل جزئیات ندي نشر شوي.

د یادوني وړ ده چې تیرو کلونو کې به آمریکایي نظامیان د طالبانو په نفوذي بریدونو او یا مخامخ جګړه کي وژل کېدل، خو د کب میاشتي له ۱۰مې نيټې د سولي له توافق وروسته په افغانستان کې د هیڅ کوم امریکایي نظامي د وژل کیدو یا ټپي کیدو خبر ندی نشر شوی.


ZhwandoonMay 27, 2020
24.jpg

20

لوموړي ځل لپاره په کونړ کې څه کم څلور سوه ټنه شفتالو تولید او باغدارنو ته میلیونه افغانۍ سپما وشوه. کونړ کې د خصوصي پانګوالو له لوري په باغدارۍ د پانګونې لیوالتیا ورځ تربلې په پراخېدو ده. د کونړ کرنې رئیس نجیب الله وایي چې د مالټې، لیمو او نارنج ترڅنګ د کرنې ریاست په تخنیکي همکارۍ د پانګوالو له لوري په ۹۵۰ جرېبه ځمکه کې د شفتالوانو باغونه جوړ شوي، چې سږکال د ۲۷۰ جرېبه ځمکې باغونه په حاصلاتو راغلي. نوموړی وایي چې د شفتالوانو باغونو له درکه خلکو ته د کاري اسانتیاوو ترڅنګ باغدارانو ته ۲،۸ میلیونه افغانۍ په لاس ورغلي.

یوتن پانګوال حاجي نظام الدین وایي خوښ دی، چې په پانګونې یې خلکو ته د کاري فرصتونو ترڅنګ په ښه کېفیت میوه بازار ته وړاندې شوه. یاد پانګوال چې په دې ولایت کې یې په ۲۶۰ جرېبه ځمکه د شفتالو باغونه جوړ کړي، د میو د ساتنې او بسته بندۍ په برخه کې د دولت د پاملرنې غوښتنه کوي.

ځایي اوسیدونکي بیا د میوو د ښه کېفیت ترڅنګ د باغدارۍ سکتور وده د هېواد د ملي اقتصاد او کورني تولیداتو پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن بولي او د دې ولایت د شاړو دشتو ابادولو په برخه کې د حکومت او خصوصي سکتور په ګډو همکاریو ټینګار کوي.


ZhwandoonMay 27, 2020
22-1024x498.jpg

50

لیکنه: رحمت الله محمد

فلسفه له تجربي علومو سره زیات توپیرونه لري، چې مهم یې په لاندې ډول دي:

۱. یو علم د کشف شویو مسائلو او قوانینو مجموعه ده، چې تقریباً ټول د هغه په اړه یو نظر لري، او معمولاً د هغه علم نور څېړنکې په نوموړي علم کې د نويو مسائلو او قوانینو د کشف په لټه کې وي.

خو فلسفه یوازینی علم ده چې د هغي د هیڅ یوي موضوع په هکله هم داسي نظر نشته چې ټول فیلسوفان ور باندې باور ولري، یانې هر فیلسوف د هرې فلسفي موضوع په هکله بېل نظر لري، چې ښایي د نورو فیلسوفانو له نظریاتو سره توپیر ولري.

د فلسفي تاریخ له بېلابېلو نظریاتو څخه ډک ده، چې حتی داسي نظریات هم پکې شته چې له یو بل سره په ټکر کې وي.

لنډه دا؛ تر څو چې د یوي موضوع په هکله تجربه نه وي شوي، او د هغه په هکله قطعي پریکړه نه وي شوي، هغه یوه فلسفي موضوع ده، خو کله چې د یوي موضوع په هکله تجربه تر سره شي، او یا یې هم په هکله قطعي پریکړه وشي، نو بیا د فلسفي له دایري څخه وزي، او هغه په یوه علمي موضوع بدلیږي.

۲. علم لمړی د یو څه وجود پیدا کوي، او له هغه وروسته د هغه په اړه څېړنه کوي، خو فلسفه بیا حتی د خپلو ډېرو نږدي موضوعاتو په هکله هم شک کوي.

د مثال په ډول: د تفکر څرنګوالی؛ که څه هم د فلسفي اساس دی، خو په عین حال کې بیا فلسفه د همدي په اړه هم څېړنه کوي.

خو ماده، انرژي، مکان، وخت او داسي نور چې د تجربي علم موضوعات دي، یو عالم د هغه د شتون او نه شتون په هکله فکر نه کوي، د هغه د څرنګوالي په هکله څېړنه او تجربې تر سره کوي.

مثلاً: یو فیلسوف د وخت، مکان او مادي د شتون او جوړښت په اړه پوښتنې ځوابوي؟

خو یو عالم بیا د مادې، وخت او مکان د څرنګوالي په هکله عملي څېړنې کوي.

۳. د فلسفي مسائل عام دي، په داسې حال کې چې د علم مسائل ځانګړي او جزئي دي:

تجربي علوم تل د یوي ځانګړې مسئلې په هکله څېړنه او تجربې تر سره کوي، او هغه څه چې د نوموړي موضوع څخه خارج وي، ور سره کار نلري.

خو فلسفه بیا د کوم هدف په هکله چې څېړنه کوي، نو څېړنه یې کلي، پراخه او د ټولي نړۍ په کچه وي.

هغه پوښتنې چې فلسفه ورته ځواب وایې، آړتیا ده چې فیلسوف ورته د ټولي نړۍ په کچه یو پراخ انځور وړاندې کړي، او د هغه تر څنګ کولای شي، هغه له یوي بلي موضوع سره هم پرتله کړي.

۴. په علمي موضوعاتو کې واقیعتونه څېړل کیږي، خو په فلسفي موضوعاتو کې په واقیعتونو سر بیره ارزښتونه هم تر څېړني لاندې نیول کیږي.

علم د دې په هکله څېړنه نه کوي، چې ولي نړۍ په اوسني حالت کې ده؟، یا هم د نړۍ او په نړۍ کې زمونږ د شتون موخه څه ده؟؛ په داسې حال کې چې دا د فلسفي له مهمو موضوعاتو څخه ده.

علم هڅه کوي تر څو د مادي نړۍ په هکله څېړنه وکړي، او د هغه قوانین کشف کړي. او د خپلي موضوع اخلاقي اړخ او ارزښتونه هم په نظر کې نه نیسي، مثلاً کله چې یو څه په اثبات رسوي، دې ته یې نه ګوري چې د دې واقیعت خو به له اخلاقي اړخه کومه ستونزه نه لري.

خو فلسفه بیا په دې اړه څېړنه کوي چې آیا ریښتیا هم نړۍ او په نړۍ کې زمونږ شتون کومه موخه لري؟ او یا هم؛ ایا یو نظر یا کار چې په اړه یې څېړنه کوي، ښه ده که بد؟

مثلاً علم د اتومي هیروشیمیایي بمب د جوړولو په هکله هم څېړنې کوي، په داسي حال کې چې یاد بمب یوازي په څو ثانیو کې کولای شي تر څو په دولس زره کیلومتره مربع ځمکه کې ټول موجود انسانان ووژني. خو په دې موضوع کې د یو عالم اصلي موخه د اتومي هستي او اتومي فزیک په هکله څېړنه کول وي.

۵. د علم موخه دا ده تر څو انسانان په طبیعت واکمن شي، او په نړۍ کې له موجودو نعمتونو څخه ګټه واخلي، په داسي حال کې چې د فلسفي موخه دا ده تر څو په نړۍ کې د موجودو شیانو په هکله رڼا واچوي، او انسانان هر څه په سم ډول درک کړي، تر څو سمه لار وټاکي.

یانې علم هڅه کوي تر څو دا واضع کړي چې په نړۍ کې څه شي شتون لري، او څنګه ترې ګټه اخیستل کیږي، خو فلسفه بیا کوښښ کوي تر څو واضح کړي چې په نړۍ کې یاد موارد د څه لپاره شتون لري؟، ولي باید ګټه ترې واخلو؟، یا ولي باید ګټه ترې وانخلو؟.

۶. د علمي څېړنو لارې: نظریې ورکول، آزمایښت، بیا ځل کتنه او پایله؛ په داسي حال کې چې دا موضوعات په فلسفه کې هیڅ شتون نه لري.

د فلسفي څېړنو لارې: تفکر او له عقل څخه ګټه اخیستل.

سرچینې:

  1. https://fa.wikipedia.org
  2. سیر فلسفه (کتاب)
  3. تاریخ فلسفه غرب (کتاب)

ZhwandoonMay 27, 2020
21-1024x512.jpg

120

ژباړه: امین حسن

اروپوهان وايي د نزدې ۷۵ سلنه ناروغیو اساسي لامل بې ځایه تشویش کول دي.

د نړیوال روغتیايي سازمان په تازه څیړنو کې هم راغلي چې د ټولې نړۍ ۲۰ سلنه خلک په همدې ناروغۍ اخته دي. دا چې زموږ په هېواد کې هم اقتصادي ستونزې زیاتې دي نو ممکن د نړیوال روغتیايي سازمان د کړې سروې فیصدي دلته یو څه زیاته وي.

تشویش څه شی دی؟

تشویش یانې هغه حالت چې ستونزه ولرې خو د حل لار یې در څخه ورکه وي، چې همدا د ناهیلي کیدو سبب کیږي او بلاخره همدا د ناهیلۍ احساس مو جنجالي طبعیته کوي یا هم له خلکو مو منفور او ګوښه کوي. اروپوهان وايي د تشویش سمه درملنه ځکه نه کیږي چې ډیر لږ شمېر خلک په دې پوهیږي چې تشویش هم یوه ناروغي ده .

د تشویش علتونه او نښې نښانې

پر دې مرض د اخته کیدو لومړني سببونه د احساساتو، ټولنیزو او یا هم اقتصادي پيښو څخه راپیدا کیدونکي ذهني فشارونه دي. لومړیو کې انسان یو څه خفه، له حال ناخوښه او له راتلونکي ناهیلی وي. ډیری وخت بیا همدغه ذهني فشارونه دومره شدید شي چې حتی پرې اخته کس د ځان وژنې فکرونه کوي.

د ارواپوهانو په باور د کمترۍ احساس درلودل، بې وزلي، بې کاري، د دیني احساساتو متضرره کیدل او د عزت نفس ژوبلیدل دا ټول هغه څه دي چې یو انسان ترې په تشویش اخته کیږي.

یوه څیړنه ښيي چې نارینه پينځه سلنه او ښځینه نهه سلنه د تشویش په ناروغۍ اخته کیږي.

بې ځایه خواخوږي، خواشیني او بې له موجبه ځان ملامت ګڼل دا هغه لاملونه دې چې انسان د تشویش په ناروغۍ اخته کوي. لکه ډیری وختونه انسان خپل ځان د یوې پېښې مسوول ګڼي چې بلاخره ذهني فشار پرې غلبه پیدا کوي او د تشویش په ناروغۍ یې اخته کیږي.

د انسان په روغتیا د تشویش اغیزې

د ذهني فشار او تشویش له کبله انسان په بېلا بېلو لویو یا هم کوچنیو ناروغیو اخته کیږي چې ډیری وختونه دا ناورغۍ شدیدې او حتی د انسان د مړینې سبب ګرځي او نووو څیړنو هم دا ثابته کړې چې بوج یا فشار د ناروغیو سره ژوره اړیکه لري.

بې ځایه سوچونه کول، فکري ګډوډۍ، تشویشونه او تر ډیره په یوه بد وضعیت کې پاتې کیدل دا ټول هغه څه دي چې بلاخره د انسان دفاعي سیستم ورسره  کمزوری کیږي او په پایله کې د انسان د وجود سیستم ګدوډوي، پر هارمونونو یې منفي اغېز پریباسي او حتی کله کله یا هم یو نیم انسان په مختلفو ناروغیو اخته کوي لکه: د کولمو تنفسي ناروغي، د زړه ناروغي، د هارمونونو ګډوډي او ستړیا…

د کولمو تنفسي ناروغي

ستونزې، ذهنی فشارونه، ټپي احساسات او تشویشونه دا ټول هغه څه دي چې د کولمو په ګړندي کیفیت کې شدت پیدا کوي. هاضمي ګډوډۍ، اسهال، قبضیت او ذهني فشارونه یا د ورته نورو ناروغیو اصلی علت د همدې کولمو د Intestinal asthma ناروغي ده چې د ذهني فشار او تشویش له کبله انسان پرې اخته کیږي نو ځکه خو روغتیا پوهان ورته د کولمو تنفسي ناروغي هم وايي.
د دا ډول مریض د ناروغۍ لامل په معدې یا کولمو کې د انتانونو شتون نه وي بلکې د تشویش یا هم د ذهني ګډوډۍ او فشارونو له کبله یې د هاضمې سیستم په کرار کرار خرابیږي.
د زړه ناروغي 

ذهني او اروايي فشارونه د وینې جریان او حرکت خنډنی کوي خو د غوسې له کبله د وینې جریان او حرکت تیزیږي او له خپل عادي حالت څخه په تیزۍ متحرکیږي.

د ویني د جریان په تیزیدو سره په رګونو کې په عادی حالت پاتې د وینې قطرې له خپل ځایه بې ځایه کیږي او د وینې خپلواکه جریان ته یې پریږدي چې وروسته بیا همدا د ویني په نریو رګونو کې نښلي، د ویني جریان بندوي او همدا د وینې د جریان بندښت بلاخره د زړه د حملې لامل کیږي. د یوې څېړنې له مخې د غوسې له کبله یا هم وروسته له غوسې د زړه د حملې راتللو  زیات امکان دی.

پر هارمونونو د تشویش اغیزې

د انسان په بدن کې یو ډول رطوبتي غُدې را پیدا کیږي چې د ویني سره یو ځای کیږي چې د بدن دفاعي سیستم ورسره په منظم ډول چلیږي.

د بدن هره حجره د یوې رقیقې مادې جوړونکې ده او دا مادې د هارمون او کولیون په نوم یادیږي، چې په روغ حالت کې د دې دواړو ترمنځ توازن موجود وي خو د تشویش او اضطراب په حالت کې دا توازن ګډوډیږي او پر پانقرانس منفي اغیز پریباسي او د شکر ناروغي را پیدا کوي.

د تشویش له کبله د ګُردو په پاسني برخه کې شته د ايډرینالین غدې په زیاته اندازه پیدا کیږي چې د ویني فشار ناورغۍ د رامنځته کیدو، د زړه د ضربانو د تیزیدو، د ویني د رګونو د فلجیدو او بلاخره د وجود د ټولو عضلاتو د خرابیدو سبب کیږي، 

ستړیا

د تشویش او تل د خواشیني پاتې کیدو له کبله انسان هسې ستړی وي او دا بې له کاره ستړیا او خواشیني پاتې کیدا د انسان پر بدن منفي اغیزې پریباسي.

تشویش، خواشیني او خفګان که دایمي شي عصبي کمزوري او د بدن د مقوي کیدلو سرچینې له منځه وړي چې له همدې کبله انسان د ستړیا او لټۍ احساس کوي او په کرار کرار یې مایوسه کوي، وزن یې کموي، خوب یې ګډوډوي، تنفسي سیستم یې ګډوډیږي او جنجالي طبیعته کوي ېې یانې په نه خبره به جنجالونه کوي.

لنډه دا چې تشویش د انسان روغتیایي نظام زیانمنوي؛ نو ښه دا ده چې د ځان د سالم ساتلو لپاره باید جدي پاملرنه وشي.

د تشویش درملنه او ترې د ځان ژغورلو لارې

تشویش نه لېونتوب دی او نه هم بل کوم داسې مرض چې ځانګړي خلک به پرې اخته کیږي بلکې هر انسان پرې اخته کیدلای شي، نو هغوی چې د تشویش په ناروغس اخته دي په دې اړه ښه دا ده چې د کورنۍ غړي ورسره په ډیر صمیمي او ښه سلوک مخته لاړ شي او د دې برخې پوهان وايي چې د تشویش په مرض د اخته کسانو ښه درملنه د هغوی سره خبرې اترې کول دي. وايي د تشویش په مرض اخته چې څومره ناروغان دوی ته ورځي یوازې همدا ورته وایي چې وغږیږئ، خبرې وکړئ، احساسات مو څرګند کړئ او ویې وایئ!

د چوپ پاتې کیدو یا هم په خپل درون کې د زړه خوړولو باندې هیڅ نه کیږي بلکې تاسې نور هم وژني نو ساده او اسانه لاره یې همدا ده چې خبرې وکړي، خپل احساسات څرګند کړي او نور ورسره صمیمي چلند وکړي.

د تشویش اړیکه مستیقماً له حالاتو سره هم تړلې ده او کله هم چې حالات د انسان له وس او توان څخه بهر شي نو انسان پر ذهني فشار اخته کیږي خو که په دغسې حالتونو کې انسان خپل فکر او کړنې په واقعي مثبت او ښه ډول سره تنظیم کړي او خپلې روغتیا ته پوره پاملرنه وکړي نو له تشویشه به ژغورل شوي وي.

ورځنی نورمال ورزش او ښه خوراک کول هم هغه څه دي چې زموږ بدن هم له دفاعي اړخه او هم زموږ ذهن د اروايي اړخ څخه سالم ساتلی شي.

د اروايي سکون او ارامتیا درلودلو په برخه کې د دیني احکامو په سمه توګه ترسره کول، د نورو په غم ښادۍ کې شریکېدل او د ښو ملګرو لرل هم مهم رول لري. کله مو هم چې د ذهني ستړیا احساس کاوه یا مو ذهن مغشوش کیده نو ښه لارې دا دي چې خپلې چارې او کارونه دې دروه، یو څه ارام او تفریح کوه، ورځنیو مصروفیاتو کې دې تغیر راوله، مطالعه، ورزش یا هم نور داسې د معمول خلاف په زړه پورې یو څه کې ځان مشغولوه؛ ترڅو دې له ذهن څخه تشویش لرې او عادی حالت ته بیرته وګرځې. تل پر خپل ځان باور ولره او هیڅ شي ته له خپله ځانه زیات ارزښت مه ورکوه.

پای



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008