وروستي خبرونه

2020 March 31

ZhwandoonMarch 31, 2020
483.jpg

00

سامسونګ د موبایلونو جوړولو ډیره مشهوره کمپنۍ ده چې اوسمهال یې نوی ماډل مبایلونه بازار ته وړاندې کړي دي، دي مبایلونو په خپلو جالبو ځانګړتیاوو سره وکولای شول چې د خلکو پام ځان ته واړوي.

سامسونګ کمپنۍ نوی ماډل موبایلونه د Galaxy Z Flip په نوم بازار ته وړاندې کړي دي، چې جالبي ځانګړتیاوې لري. دا موبایل چې ۲۵۶ جې بې حافظه او ۸ جې بې ریم لري، قیمت یې ۹۴۰ ډالره ښودل شوی دی.


ZhwandoonMarch 31, 2020
477.jpg

30

د عامې روغتیا وزارت اندېښنه څرګندوي، چې په هېواد کې د کرونا ویروس له امله وضعیت بېړنی دی او باید نړیوال سازمانونه، حکومت او پانګوال د بې وزلو لاسنیوی وکړي. د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا له غني او عبدالله غواړي، چې خپلمنځي اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي او د کرونا ویروس مخنیوي لپاره خپل اقدامات جدي کړي. د کابل ښار اوسېدونکي هم پر حکومت غږ کوي، چې د ولایتونو له قرنطین سره سم دې د هغو بې وزلو خلکو ژوند ته پام وکړي، چې کرونا څخه ډېر له بې وزلۍ رنځوي.


ZhwandoonMarch 31, 2020
476.jpg

10

له طالبانو خبرې سرچینې وايي، سره صلیب ته د ځينو تخنیکي ستونزو له امله لا هم له قطره کابل ته د طالب پلاوي سفر ځنډېدلی. دوی دغه راز وايي، د کرونا وایروس له امله د طالبانو د پلاوي شمېر هم دریو ته راکم شوی. تر دې وړاندې د ملي امنیت شورا ویلي وو، د مارچ په ۳۱مه حکومت تر سلو طالب زندانیان ازادوي، خو د دوی په وینا د حکومت د سولې د تماس ډلې او طالبانو ترمنځ د ویډیويي کنفرانس له لارې دواړو خواوو هوکړه کړې، د پلاوي له راتګ وروسته به زندانیان ازادیږي.


ZhwandoonMarch 31, 2020
475.jpg

10

په کابل ښار او شمېر ولایتونو کې د دریو اونیو لپاره محدویت وضع شوی، چې له امله یې ډېری بازارونه او هټي تړل شوي او ورسره هم مهاله بازارونو کې د خوراکي توکو په بیو کې هم لوړوالی راغلی. د کابل ښار یو شمېر بې وزله وګړي د کارونو په نشتون کې د بیو لوړېدو سخت اندېښمن کړي دي.


ZhwandoonMarch 31, 2020
bb.jpg

20

هېواد کې د سوداګرۍ خونه اندېښنه ښايي، چې د بندرونو د بندېدو له امله سوداګرو او پانګوالو ته هره ورځ په میلیونونه ډالره زیان اوړي.د دوی په خبره د تورخم او سپین بولدک لارې تړل کېدو له امله د افغان سوداګرو ۹ زره کانټینزه له پولې پورې غاړې بند پاتي، چې د کانټینرونو د پاتې کېدا له امله ترې پاکستان هره ورځ د کانټینر پر سر یو نیم سل ډالره جریمه اخلي.دغه خونه غوښتنه کوي، چې د سوداګرو پر مخ دې دغه لارې خلاصې شي، څو خپل مالونه له پولې دې غاړې ته ولېږدوي.د دوی په خبره که د دغو مالونو لېږد ته اجازه ورنه کړل شي، نو نه یواځې دا چې خوارکي توکو موده به پای ته ورسیږي، بلکې په کور دننه به د توکو بیې لوړې او افغانستان ته به په میلیونونه ډالره زیان واوړي.د سوداګرۍ خونې له افغان حکومته غوښتي، چې د دې ستونزې د حل لپاره دې د لازمو لارو پلټنه وکړي.


ZhwandoonMarch 31, 2020

10

د شهیدانو او معلولینو کورنۍ وايي، د افغان حکومت له لوري طالبانو سره د خپلمنځي خبرو پیل لپاره ټاکل شوی پلاوی ملي نه دی او باید له سره پرې غور وشي.دغه کورنۍ له حکومته غواړي، چې په جوړ شوي پلاوي کې د شهیدانو او معلولینو استازو ته ځای ورکړي، چې پرته له دې ورته د منلو نه دی.خو ځیني سیاسي ګوندونه بیا د حکومت له لوري د اعلان شوي پلاوي ملاتړ کوي او زیاتوي، چې ټاکل شوی پلاوی به خپلمنځي خبرو کې د افغانانو رېښتنې استازولي وکړي.دغه څرګندونې په داسې مهال کیږي، چې تېره ورځ د ملي امینت شورا ویلي، د افغان حکومت د سولې لومړني تماس ګروپ یو وار بیا د طالبانو له استازو سره خبرې، چې په وینا یې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مرسته به طالبان خپله تخنیکي ډله کابل ته استوي، څو د بندیانو د خلاصون په چارو کار وکړي.



زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008