وروستي خبرونه

ګڼو عراقیانو د امریکا او ایران پر ضد لاریونونه کړي

لاریونکوونکو خپل حکومت هم تورن کړی، چې د روان حالت په اړه هېڅ اقدام نه کوي. دوی پر وسلوالو ډلو د امریکا پوځي بریدونه په خپل هېواد کې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه بللې او ویلي یې دي، چې امریکا او ایران دې عراق کې له پیل شوې سیالۍ لاس په سر شي.

بل لور امریکايي چارواکو بیا ویلې، چې الوتکو یې عراق کې پر شیعه ملېشو برید کړی. دا وسلوال تورن دي چې د بغداد په شمال کې یې پر یوه نظامي مرکز راکټي بریدونه کړي. په دغو شویو بریدونو کې دوه امریکايي او یو بریتانوی پوځيان وژل شوي وو. دې وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ سلیماني تر وژل کېدو وروسته اړیکې ترینګلي شوي، چې عراقیان یې خپل هېواد کې له سیالۍ وېره لري.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008