وروستي خبرونه

افغان حکومت د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې د هند د لومړي وزیر له وړاندیزه هرکلی وکړ

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې د کرونا ویروس د مخینوي په برخه کې د سارک هېوادونو بللو په برخه کې د هند د لومړي وزیر نرېندرامودي له وړاندیزه هرکلی کړی او په دې برخه کې یې د ګډې سټراټیژۍ پر جوښت ټینګار کړی.

د سارک ټولنه چې وړاندې یې هند ترې د پاکستان د سرمشریزې له امله بایکاټ کړی وو، د دغې ټولنې چارې په ټپه درېدلې وې، خو د مودي دغې غوښتنې، چې د افغانستان سربېره ځینو نورو هېوادونو یې هم هرکلی کړی، د چارو څارونکو په باور د مودي تازه وړاندیز ښايي دغې ټولنې سره همکاري ډېره کړي. افغانستان، هندوستان، پاکستان، بوټان، سریلانکا، بنګلدېش، مالدیپ او نیپال د سارک غړي هېوادونه دي.

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008