وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هوايي برید له امله د وژل شويو کورنۍ له افغان حکومته د عدالت غوښتنه کوي

ولایتي چارواکي وایي، چې د سره رود ولسوالۍ په ککړک خوړ سیمه کې د هوایي برید په ترڅ کې اته ملکي وګړي وژل شوي، چې په وینا یې د برید موخه وسلوال طالبان وو.

خو ځايي خلک وايي، په برید کې ټول وژل شوي کسان ولسي وګړي دي. بل خوا بیا وسلوال طالبانو هم ویلي، چې برید د ملکي خلکو پر دوو موټرو شوی چې په کې ۱۱ تنه ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ځایي اوسېدونکي وای، برید د هغو خلکو پر موټر شوی چې د خوګیاڼو د جمعې ورځې میلې ته یې سوداګریز توکي وړي وو او بېرته خپلو کورونو ته روان و. د پرونۍ پېښې درې قرنيان چې ورونه دي خلکو د سره رود ولسوالۍ مخې ته د احتجاج په توګه راوړي او له حکومت یې غواړي، چې د ملکي وګړو د مرګ – ژوبلې مخه دې ونیسي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008