| |
 

ژورليدونه:


photo

ژورليدونه د ژوندون راډيو ټلوېزيون د محوري خپرونو له جملې څخه ده. په دې خپرونه کې د هېواد په تودو سياسي، اقتصادي، ټولنيزو، امنيتي، روزنيزو او نورو ټولو هغو مسايلو چې د ورځې ګرمه او تازه موضوع وي، بحثونه کېږي.
د بحثونو او تحليل لپاره د هېواد د سياسي، پوځي او علمي چارو کارپوهان راغوښتل کېږي او هغوى همدا ټاکلې موضوع په هر اړخيز ډول څېړي او نچوړ يا نتيجه يې ولس ته وړاندې کوي. په ژورليدونو خپرونه کې لکه څنګه چې پورته يادونه وشوه، بېلابېل ضروري مسايل څېړل کېږي، خو سياسي مسايل په کې تر نورو موضوعګانو يو څه زيات څېړل کېږي. د سياسي پېښو او مسايلو په څېړنه کې د ټلوېزيون له خوا د تعادل او ناپېيلتيا اصل په پام کې نيول کېږي او طرفينو ته مساوي او متناسب وخت ورکول کېږي. د ژورليدونو خپرونه کې د مبصرينو شمېر له دوو تنو څخه نيولې تر څلورو يا پنځو تنو ته رسېږي. دا خپرونه هره شپه د شپې له اته نيمو بجو څخه تر نهه نيمو بجو پورې په ژوندۍ بڼه د ژوندون په څپو خپرېږي او د ورځې بيا په تکراري بڼه خپرېږي. دا خپرونه که څه هم تر ډېره حده سياسي خپرونه ده، خو له هر ډول ګوندي او تنظيمي انحصار لرې ساتل کېږي. ددې خپرونې هدف دا دى چې د سياستوالو او کارپوهانو ترمنځ د تحمل او د يو بل د زغم کلتور، او د انتقاد زغملو روحيه عامه کړي او هر چاته ددې زمينه برابره کړي، چې خلکو ته خپل معقول سياسي پيغام او تحليل وړاندې کړي.

 

ویډیوګانې

 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »