| |
 

سپيناوى:


photo

سپيناوى د ژوندون راډيو ټلوېزيون يوه بله معلوماتي خپرونه ده، خو داسې معلوماتي خپرونه چې پر يو شخص، بنسټ يا هم مرکز لګېدلي تورونه په کې سپينېږي. د ساري په توګه پر يو چا د څارنوالۍ، رسنيو او يا هم د کوم بل ارګان له خوا تور دى، چې په اداري فساد، غلا، لوټ، تالان، وژنه او يا هم بل ناوړه کار کې لاس لري، په دې خپرونه کې به تور لګوونکي ته بلنه ورکول کېږي چې خپل دلايل او اسناد وړاندې کړي او بيا به هغه چاته هم بلنه ورکول کېږي چې تور پرې پورې شوى دى. هغه به خپل دلايل وايي، په دې ډول به واقعيت او حقيقت څرګند شي، کله کله به د قضيې دواړه لوري هم مخامخ کېنول کېږي او يو بل ته به خپل دلايل وايي، د ټلوېزيون کوربه به په کې بې طرفه وي، د دواړو له دلايلو او منطق څخه به ولس ته واقعيت څرګندېږي. ددې خپرونې پيغام دادى چې د زور او برچې د منطق پرځاى د خبرو او دلايلو منطق حاکم شي او عدالت تامين شي. افغاني ټولنه کې داسې هم پېښ شوي چې يو څوک د زر او زور خاوند دى، خو له انتقاده معاف دى، خو ډېر ځله داسې هم پېښ شوي چې پر يو چا ناحقه تورونه هم پورې شوي. په دې خپرونه کې به تور و سپين معلومېږي، د يوې پېښې د سپيناوي لپاره به نه يوازې اړوندو اشخاصو سره مرکې کېږي، بلکې د موضوع په اړه به ګڼ شمېر معلومات هم راټولېږي. دا خپرونه هم په اوونۍ کې يو ځل خپرېږي.

 

ویډیوګانې

 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »