| |
 

تجربه:


photo

تجربه د ژوندون راډيو ټلوېزيون يوه په زړه پورې ټولنيزه خپرونه ده، چې په دې کې هر افغان خپلې تجربې بيانوي، په دې خپرونه کې هغو افغانانو ته بلنه ورکول کېږي چې د ژوند په بېلابېلو سياسي، ټولنيزو، علمي، هنري او نورو ډګرونو کې کومه خوږه او ترخه تجربه لري. دوى خپلې تجربې په دې موخه بيانوي چې ليدونکي او اورېدونکي ترې پند او عبرت واخلي او خپل ژوند د برياليو، خوږو او ترخو تجربو په رڼا کې بريالى کړي. دا عامه خپرونه ده چې د ټول ولس د ژوند اکثره تجربې په کې راټولېږي او په پاى کې د تجربو پر يوه مخزن بدلېږي. په دې خپرونه کې افغانان په انفرادي ډول هم خپلې تجربې بيانولاى شي او هم په ډله ييز ډول په پروګرام کې ګډون کولاى شي. د پروګرام چلوونکى نه يوازې په ښاري ټولنه کې له تجربه کارپوهانو او تحصيل کړو افغانانو سره د هغوى د تجربو د بيان لپاره مرکې کوي، بلکې لرې او پرتو کليوالي سيمو ته هم ورځي او د ولس د مخورو ولسي تجربې هم را اخلي، په تېره بيا هغه ولسي او طبعي تجربې چې د ولس پر ژوند مستقيم تاثير لري او که ولس ته بيان شي ژوند يې ورسره ښه کېدلاى او هوسا کېدلاى شي.

 

ویډیوګانې

 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »