| |
 

پوځي عملیات : افغان ځواکونو په وروستیو درې میاشتو کې د وسلوالو مخالفینو پر ضد ۳ زره پوځي عملیات ترسره کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ددې مطلب په څرګندونو سره وايې، چې افغان ګډو ځواکونو د ژمنیو عملیاتو په دوام د وسلوالو طالبانو دقومندانانو په ګډون سلګونه مخالف جنګیالي وژلي دي.
چارواکي زیاتوي چې د مخالفینو پرضد ډير پوځي عملیات د کندز، هلمند او ننګرهار په ګډون په ګڼو ولایتونو کې ترسره شوي دي.
که څه هم افغان حکومت روان هجري لمریز کال له ګواښونو ډک بولي خو په ورته وخت کې وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د وسله والو مخالفینونو پر وړاندې لاسته رواړنې د پام وړ دي.
امنیتي چارواکي وايي، تر ګواښ لاندې سیمو په نښه کول، دامنیتي سکټور ترمنځ ښه همغږي او د امنیتي ځواکونو څخه د خلکو ملاتړ په هېواد کې د مخالفینو پر وړاندې عملیاتو د کامیابه کېدو لاملونه دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په یوه خبري کنفرانس کې د امنیتي معلوماتو په وړاندې کولو سره وویل چې افغان ګډو ځواکونو د مخالفینو ضد تر زرو زیات عملیات ترسره کړي او هغوی یې سخت ځپلي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، ژمني عملیات چې د کندز، هلمند، اروزګان، غزني او ننګرهار ولایتونو په ګډون ګڼو ولایتونو کې دوام لري لاسته رواړڼې یې د پام وړي دي.
ملي دفاع وزارت هم د وسله والو طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو عملیات بریالي بولي.
دا ژمني پوځي عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي چې تر دې وړاندې په ملي شورا کې د خلکو استازو ویلي وو، افغان ځواکونه باید په ژمي کې له فرصت څخه په ګټې اخیستنې په بېلابېلو برخو کې وسله وال مخالفین وځپي ترڅو په پسرلي کې هغوی د بریدونو ترسره کولو توان ونه لري.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »