| |
 

کندهار پېښه : د کندهار د پيښې د څيړنې دپاره درې لوړ پوړی پلاوي په څېړنو بوخت دي او تر دې مهاله څه کم شل تنه د پيښې سره د تړاو په تور نيول شوي دي.


د ولسمشر له لوري کندهار ته تللى لس کسيزه پلاوى وايې، چې د متحده عربي اماراتو او ايساف ځواکونو د پلاويو سره خپلې روانې پلټنې همغږي کړي او د پایلو ډاګه کېدو وروسته به يې رسنيو ته په واک کې ورکړي.

د کندهار د پيښې څېړنې لپاره عربي متحده اماراتو، ايساف ځواکونو او ولسمشر لوړپوړي پلاوي را ليږلي دي څو د دې پيچلي پېښې اړوند جدي پلټني تر سره او د پيښئ عاملين څرګند کړي.
د ولسمشر له لوري ليږل شوى لس کسيزه پلاوى مشر او د ولسمشر سیاسي سلاکار داوود ګلزار وایې، چي په پلټنو کي لاسته راوړني لري، چې پر خپل وخت به یې شریکې کړي.
ګلزار وايي، چي تېرو پېښو ته په کتو سره دا ډول پېښو کې ګاونډي هيوادونه په ځانګړي ډول پاکستان طرحه کوي او په دي پيښه کي هم پر پاکستان ګڼ شکونه دي خو له خلکو يي وغوښتل چي وروستيو پايلو ته په تمه شي.
د کندهار پيښه پوره يوه اوونۍ وړاندې د ولایت مقام ميلمستون کي رامنځته شوه، چي له امله د مرستيال والي په ګډون ١١ تنه ووژل شوې او کندهار والي او د متحده عربي اماراتو د سفير په ګډون اتلس تنه ټپيان شو.
د پېښې يو بل ټپي هاشم کرزي چي د پخواني ولسمشر د تره ځوی دی، تيره ورځ په هند کې د سختو ټپونو له امله سا ورکړه او والي اوس هم تر درملني لاندي دى.



ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »