| |
 

د افغان تاریخپوه، پوهاند او لیکوال پوهاند ډاکټر ارواښاد محمد حسن کاکړ ژوند، اند ته یو ځغلند نظر کاکړ تاریخ بنسټ

د افغانستان د معاصر تاریخ یو ستر نوم، چې پېژاند یې دتاریخلیکنې، تاریخڅېړنې، تاریخپوهنې، ژباړې، لیکوالۍ او ملي دریځ سره د سرو زرو په تار ګنډل شوی دی، پخپله د تاریخ یوه برخه شو او د ملکوتي سفر په پار له موږ څخه ولاړ.
هو! پوهاند دکتور محمد حسن کاکړ له جسمي پلوه له موږ بېل شو، خو داسې یو ځلانده نوم، پاخه اثار او لوی معنوي میراث یې راته پرېښود، چې ترڅو افغان او افغانستان یادیږي، نو پوهاند کاکړ به ورسره یوځای یادیږي، دغه تلپاتې نوم به هېڅکله د تاریخ تر دوړو لاندې ورک نه شي.
د کابل پوهنتون پخوانې استاد او د تاریخ د دیپارتمت مشر، پوهانددکتورکاکړ د ۱۳۹۵ لمریز کال د مرغومي پر ۱۸ مه (د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د جنوری په شپږمه) دامریکامتحده ایالاتو په سانفرانسیسکو کې د۸۷ کلونو په عمر د ورپیښې ناروغۍ له امله په حق ورسېد،اناالله وان الیه راجعون.
پوهاند محمدحسن کاکړ په ۱۳۰۸ لمریز (۱۹۲۹ زیږدیز) کال د لغمان د مرکز اړوند د پلوټۍ یا ډیوې په کلي کې زیږیدلی. محمد حسن کاکړ لا د خپل ژوند لومړې کال نه ؤ بشپړ کړی چې دده پلار، میرزا فضل الحق کاکړ وفات شو او روزنه یې مور، بي بي خاتمې نیازۍ ته ورپه غاړه شوه. محمدحسن کاکړ لا ماشوم ؤ چې مرګي د مور د مینې او مهربانۍ نه هم بې برخې کړ او د مور له مرګ نه وروسته په کندهار کې د خپل نیکه، عبدالمقیم خان نیازي په کور کې اوسیده.

لومړنۍ، ثانوي او لوړې زده کړې:

محمدحسن کاکړ لومړنۍ او ثانوي زده کړې په لغمان، د کندهار د احمدشاه بابا په لیسه، د کابل دارالمعلیمن او غازي لیسه کې ترسره کړي، چې په ۱۳۳۰ لمریز(۱۹۵۱ زیږدیز) کال کې یې د همدغې لیسې نه په لومړۍ درجه د فراغت سند ترلاسه کړ.
محمدحسن کاکړ په ۱۳۳۲ لمریز (۱۹۵۳ زیږدیز) کال د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې شامل او په ۱۳۳۶ لمریز (۱۹۵۷زیږدیز) کال یې په لومړۍ درجه د لیسانس سند ترلاسه کړ.
محمدحسن کاکړ په ۱۳۴۰ لمریز (۱۹۶۱ زیږدیز) کال کې د افغانستان د حکومت په سکالرشپ د تخصصی تحصیلاتو له پاره لندن ته ولاړ چې هلته یې د برتانوي لیسانس سره د افغاني لیسانس د معادلولو وروسته د منځني ختیځ، اسلامي پېر او اروپا د تاریخ زده کړې پیل کړې. ده د امیر عبدالرحمان خان د سلطنت په هکله د موجودو ارشیفي اسنادو او لیکنو پر بنسټ د خپلې ماسترۍ له پاره څېړنې وکړي او په ۱۳۴۷ لمریز (۱۹۶۸ زیږدیز) کال یې د فلسفې د ماسترۍ په نوم اکادمیک سند ترلاسه کړ.
محمدحسن کاکړ په ۱۳۵۱ لمریز (۱۹۷۱ زیږدیز) کال کې د ځانګړو زده کړو له پاره د امریکي متحده ایالاتو ته ولاړ او هلته یي د پرنسټن او هارورد په پوهنتونو کې د امیر عبدالرحمان خان د سلطنت په وخت کې د افغانستان د حکومت او ټولنې په هکله څېړنې وکړي او د همدغو څېړنو په نتیجه کې یې په ۱۳۵۵ لمریز (۱۹۷۵ زیږدیز) کال کې د لندن د پوهنتون نه د ډاکتري یا پي اچ ډي سند ترلاسه کړ او په ۱۳۵۶ لمریز (۱۹۷۷ زیږدیز) کال کې بېرته هېواد ته راستون شو.

دندې او اکادمیک کار:

پوهاند ډاکتر کاکړ خپله لومړنۍ رسمي دنده د پښتو ټولنې د غړي په توګه پېل کړه او په ۱۳۳۷ لمریز (۱۹۵۸ زیږدیز) کال کې یې د کابل مجلې د چلولو مسؤلیت هم په غاړه واخیست. په دغه وخت کې د افغانستان ویاړلې، نامتو شاعر او لیکوال ګل پاچا لالفت د پښتو ټولنې رئیس ؤ. پوهاند کاکړ په عین وخت کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي استاد هم ؤ.
پوهاند کاکړ په ۱۳۳۷ لمریز (۱۹۵۸ زیږدیز) کال کې د یوه پلاوي سره د وخت شوروي اتحاد ته کاري سفر وکړ او په ۱۳۳۸ لمریز (۱۹۵۹ زیږدیز) کال کې د اکادمیک کار له پاره د امریکي متحده ایالاتو ته ولاړ. پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ په ۱۳۵۷ لمریز (۱۹۶۸ زیږدیز) کال هېواد ته د راستنېدو وروسته د کابل په پوهنتون کې د تاریخ د استاد په حیث بیا په کار پیل وکړ. داکتر محمد حسن کاکړ د پرله پسې تدریس، څېړنو او اکادمیک کار په نتیجه کې په ۱۳۶۰ لمریز (۱۹۸۱ زیږدیز) کال دپوهاندۍ علمي رتبه ترلاسه کړه.
پوهاند کاکړ د امریکا متحده ایالاتو په هاوایې کې د ایست ویست مرکز د غړي په توګه او په سندیاګو کې یې د کلفورنیا په پوهنتون کې د پروفیسور او د هاروډ او پرنسټن په پوهنتونونو کې د ریسچرپه توګه دندې ترسره کړې دي.

سیاسی ژوند:

د هومانیزم فلسفې پیروی، د تاریخ ژوره مطالعه، د هېواد اقتصادي او ټولنییز حالت، د وطن او خپلو خلکو سره ژورې مینې، پوهاند کاکړ په سیاسي مسایلو کې بې تفاوتۍ ته پرینښود. نو ځکه پوهاند کاکړ تل د سیاست پلوی او سیاسي فعال پاتی شوی. د شاه محمود خان د صدارت پر مهال د دیموکراسۍ د تجربي په لومړي پړاؤ کې د ویښ زلمیانو د سیاسي حرکت غړی شو.
په افغانستان باندی د پخواني شوروي اتحاد تر وسله وال یرغل وروسته پوهاند کاکړد پوهنتون داستادانو او محصلانو د عمومي اتحادې غړی شو اود اشغال په وړاندې یې په مدني مقاومت کې برخه واخیسته. په همدې جرم په ۱۳۶۱ لمریز (۱۹۸۲ زیږدیز) کال ونیول شو او پنځه کاله یې په بند کې تیر کړل. د پوهاند کاکړ زنداني کېدو سره سم په ملي او نړیواله سطحه غبرګون وښودل شو او په ټوله ازاده نړۍ کې د افغانانو سربیره نامتو نړیوالو علمي او سیاسی شخصیتونو، د قلم د نړیوال سازمان په شان علمی ټولنو او بشري سازمانونو د اعتراض او د کابل په حکومت باندې د فشار غږ پورته کړ. د بښنې نړیوال سازمان پوهاند کاکړ د وجداني زنداني په نامه یاد کړ. د فشار په ډله کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د کمیسیون ځانګړی استازی، فلیکس ایرماکورا، د هارورد د پوهنتون استاد جوزف فلیچر، د بوستون د پوهنتون نه کریستل ای لیزلې شامل ؤ.
پوهاند کاکړ په ۱۳۶۶ لمریز (۱۹۸۷ زیږدیز) کال کې پیښور ته لاړ او هلته یې د خپلواک افغانستان د لیکوالو په اتحادیه کې د غړیتوب ترڅنګ د افغانستان د حالاتو د سیاسی شننونکي په توګه په سیاسی فعالیت پیل وکړ. پوهاند کاکړ په تبعید کې د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو د ټولنې لومړنی مشر په توګه وټاکل شو. دا وړ په افغانستان کې د استازی حکومت د رامنځته کولو د سیاسي خوځښت د مؤسسینو څخه او د دغه خوځښت منتخب مشر ؤ.

شخصی او کورنې حالت:

پوهاند کاکړ یو خوش اخلاقه، مهربانه، د نرم طبعیت او پراخه حوصلې خاوند ټولنیز شخصیت ؤ، ټوکې یې ډیرې کولې او د موزیک سره یې مینه لرله. د پوهاند کاکړ څخه د هغه د میرمنې مریم ترڅنګه درې لوڼې پلوشه، وږمه او خوږه او دوه ځامن کاوون او سباوون کاکړ پاتي دي او اوه لمسیان یې هریو ځلا ساپی، اتل خان، غورځنګ ساپی، موسکا ساپي، ایمل خان، اکمل خان او هیله خان هم دده د مینې بی برخې شول.


ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »