افغانستان او قرغزستان یو ګډ اقتصادي کمېسیون جوړوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وايي؛ د افغانستان او قرغزستان د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په کابل کې، د دواړو هېوادونو ترمینځ د ګډ اقتصادي کمیسیون پر جوړولو خبرې وکړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل عثماني ویلي چې؛ دا ګډ کمیسیون به د افغانستان او قرغیزستان د ګټو د خوندي کولو په مقصد کار کوي.