| |
 

خبر : نومیالي مورخ او ټولنیز شخصیت پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ د ( ۸۷ ) په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.

پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ د افغان ملي تاریخ نومیالي مورخ، څېړونکې او د کابل پوهنتون پخواني استاد د امریکا متحده ایالاتو د کالیفورنیا په یو روغتون کې نن د ورپېښې ناروغۍ له امله د ( ۸۷ ) په عمر په حق ورسید.
ارواښاد پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د ګڼ شمیر معتبرو علمي او څېړنیزو اثارو لیکلو او خپرولو ترڅنګ، کلونه په کابل پوهنتون کې د تاریخ استاد او په علومو اکاډمۍ کې د څېړونکې په توګه نه ستړي کېدونکې خدمتونه ترسره کړل.
ارواښاد پوهاند ډاکټر کاکړ جګړو او ناخوالو کډوالې ته اړ کړ، خو له هېواده دباندې یې هم په هېواد کې د سولې، ټیکاو رامنځته کېدا هڅو ترسراوې سره، د ملي کلتور بډاینې او د ملي تاریخ روښانتیا په پار ارزښتمنې څېړنې وکړي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ارواښاد پوهاند ډاکټر کاکړ په مړینه خواشیني ښودلو سره د نوموړی کورنۍ او د هېواد علمي – اکاډمیک مرکزونو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل، همداراز د افغانستان ملي تحریک هم د ډاکټر پوهاند کاکړ په مړینې د خواشینۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »