ملي نومونې ( ملي ترمینالوژي ) ليکوال : سلام منظور
هر هېواد په هېوادنۍ کچه د مهمو نومونو، ځایونو پېژندنې لپاره نومونه او اصطلاحات منلي او رسما دود کړي، چې د ملي نومونو ( ملي ترمینالوژۍ ) په نامه یادېږي.
د بېلګې په توګه د ملي شورا، ولسي جرګه او مشرانو جرګه نومونې ( اصطلاح ) په ځينو هېوادونو کې روسیه ملی شورا دوما، هند ولسی جرګی لوک سبها، مشرانو جرګی راج سبها، امریکا کانګریس، ایران مجلس شورای اسلامی، افغانستان ملی شورا ولسی جرګه – مشرانوجرګه، سعودي عربستان مجلس الشورا السعودی کارول کېږي.
د هېوادونو خلک، روسیه – روسي، امریکا – امریکایي ( امریکن )، ایران – ایراني، انګلستان – انګریز، هندوستان – هندي او داسې نور په علمي، سیاسي، ټولنیزو برخو کې په رسمي ټولمنلي ملي نومونې لرې، او د ملي پېژند او ملي ارزښت په توګه یې پلي کړي، او پرې ویاړي.
لکه څنګه چې وړاندې یادونه وشوه، ملي نومونې ( ملي ترمینالوژي ) د هېوادونو د ارزښتونو بنسټیزه برخه ده، او د پیاوړتیا لپاره یې هڅه کوي، خو زموږ په هېواد کې تېرو او ناخوالو – جګړو د مادي ارزښتونو زیانمېدا ترڅنګ معنوي ارزښتونه شدیدا ځپلي، او لا هم دا ځپنه روانه ده، د کولتوري یرغل سیلاب، د ټیکنالوژۍ پرمختګ او ترې ناسالمه ګټنه چې خواله رسنۍ یې جوته بېلګه ده، یا هم انځوریزې – غږېزې رسنۍ چې ناسالم بهیر ته لوېدلي دي، پردۍ لوحۍ، پر دري ژبني یرغل ... پرځای چې له د اوږدمهاله په ټولنه کې صیقل – دود شوې علمي او ادارې ملي نومونې ( مصطلاحات ) د ځینو ډلګیو له لوري د حکومتي او سیاسي بهیرونو له پتې له رسمیاتو غورځي او پردۍ ستغې او نا اشنا نومونې ( مصطلاحات ) د یو منظم تدبیر و پروګرام له لارې دودېږي، او د حق او ناحق په نامه موضوع قومي او سمتي چورلیځ باندې څرخوي، حکومت، ملي شورأ، اکاډمیک مراکز، د اساسي قانون باندې د څار تطبیق قانون اوږدمهالي چوپتیا غوره کړي، او د سیاسي امتیاز په نوم پردۍ نومونې ( مصطلاحات دودېږي، چې دا چاره د واحد ملت ترمنځ د کرکې خپرولو پرته بل څه نه دي.
لکه څنګه چې ملي سرود، ملي بېرغ، ملي اتلان، ملي ګټې مهمې دي، دا وړ ملي نومونې ( ملي ترمینالوژي ) هم ارزښتمنه او مهمه ده، د پخوانیو ملي نومونو ( ملي مصطلاحاتو ) ساتنه او نوی ملي نومونو ( ملي مصطلاحاتو) ته اړتیا ده، حاکمیت باید پرته له مضر احتیاط څخه پر وخت ګام واخلي، او دا ستر ملي مسولیت ادأ کاندي
