| |
 

سوله : افغان او ځېنې غربي ډیپلوماتان وايې روسیه د ګلبدین حکمتیار اسلامي‌ حزب ګوند سره د سولې د شوې هوکړې د ځنډولو هڅې کوي.

افغان حکومت هیله من دی چې دا تړون به طالبان هم وهڅوي‌ ترڅو د سولې خبرې پیل او د اسلامي‌ حزب لاره تعقیب کړي، خو ښايي د روسیې په دې کار د افغان حکومت په مشرۍ د سولې روانې هڅې ټکنۍ او زیانمنې شي.
د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه لس ورځې وخت لري څو له تور نوملړ څخه د اسلامي حزب د مشرتابه نومونو ایستلو په اړه خپل دریځ روښانه کړي، خو د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې،‌ روسیې ویلي‌ چې په دې اړه پرېکړې کولو لپاره تر دې ډير مهال ته اړتیا لري.
د اسلامي حزب ویاند حمید عزیز بیا ټېنګارکړی، چې باید افغان حکومت پر ملګرو ملتونو فشار راوړي‌ څو د حکمتیار نوم د بندیزونو له نوملړڅخه وباسي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »