| |
 

د افغانستان بانک :۳۵۰میلیونه ډالر اسعاري ذخیرې ته زیات شوې دي.

د افغانستان بانک وايې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې توانېدلی چې ۳۵۰ میلیونه ډالر پخپلو اسعاري ذخیرو کې زیات کړي.
د یاد بانک چارواکو په قول په ۱۳۹۵ لمریز کال کې توانېدلی چې له خپل ټاکلي هدف څخه اووه برابره زیاتې پیسې پخپلو اسعاري ذخېرو کې زیاتې کړي.
دغه بانک وايي دا بریالیتوب د بانکي معقولاتو د انډول او د ډالرو د لیلام د کموالي په پایله کې ترلاسه شوی.
د افغانستان بانک رئیس خلیل صدیق په کابل کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې دوی د ذخیرو لپاره پنځوس میلیونه ډالر ټاکلي و، خو ذخېرو کې یې ۳۵۰ میلیونه ډالر زیات شوي دي.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »