| |
 

د اېللو ملتونو ژغوراند د خپلواکۍ سوبمن او خوښمن ( محبوب ) واکمن ( زوکړه ۱۸۹۲ ز وفات ۱۹۶۰ ز – ۱۹۱۹ ز څخه تر ۱۹۲۹ ز واکمهالپير ) لیکوال : هارون ناسر

نږدي پېړۍ وړاندې په رڼه ورځ د ګڼو راټول شوېو خلکو ته مخامخ د منځنۍ ونې څښتن ځوان پر منبر را څرګند شو، درېځ یې ونیو، را هسک شو: تر هر څه وړاندې د ملت درنو او رښتینو خلکو ته زیری ورکوم، چې ما د افغان ټولواکۍ تاج د خپلواکۍ او د کورني و بهرني حاکمیت په نامه پر سر کړی.
ځما ګرانه ملته! زه به دا د سرتیرې لباس تر هغې همداسې پر تن ولرم، ترڅو د هېواد مور خپلواکي وګټم.
زه! به دا توره تر هغې تیکي ( غلاف ) ته دننه نه کړم، ترڅو د ملت د حقونو تروړونکي ونه پرځوم.
ای ګران ملته! او ای سرښندونکي سرتیرېه! راځي د هېواد ژغورنې لپاره خپله ټوله هڅه په کار واچوو، او خپل غیرتي سرونه نذرانه کړو.
د افغانستان دولت هر مهال خپلواک او ازاد و، او وبه اوسي، او ما د همدې سپېڅلی نامه لاندې يې واکمني قبوله کړي، تاسو افغان ملت ته واېم، چې تاسو خپلواک او ازاد ملت ېاست، د هېڅ بهرني دولت ملاتړ او پاملرنې ته اړتیا نلري.
تر ملا تړلي توره يې چې له وراېه ځلېده، لاس یې ور اوږد کړ، توره یې را پورته کړه – توره وبرېښېده تورکښ فرنګي ته نغوته ( اشاره ) وکړه: ته پوه شوی.
د ښکېلاک غرور را نسکور شو، نیواکګر ولړزېد، د هېواد مور بچي سوبه وکړه – سوبمن شو، د خپلواکۍ لمر وځلېد.
د جرګې ټغر وغوړېد، تورکښ ولاړ ځوان له ولاړو خلکو سره جرګې ته کیناست، جرګه مار لوې جرګې – مرکې پيل کړي، د افغاني وېښتېا ( رنسانس ) پړاو – دور لوري ونیو، د ۱۰۰ سلو نوېو بهیرونو پيلامه پيل شوه، اساسي قانون ( نظامنامه ) جوړ شو، تر ۷۷ ور اخوا نور قوانین ( نظامنامې ) هم جوړ شو، تیارې، ناپوهۍ پسې د معارف د پوهنې رڼا وېوړل شوه، د عصري مدنیت خپلونې لارې او کرښې رڼې شوي، د ویي ( کلیمې ) رښتیني معنا سره یې انسان غوره وګاڼه او ومانه، ټول سره برابر او ېو شان وبلل شو، د اشرافو له برېده اوښتي امتیازات – رسمي القاب لغوه او له پامه وغورځېدل.
سمونپال د سمښت – رغښت کارنده هڅې وکړي، سمونونه – بدلونونه رادمخه او رامنځته شو، ودانۍ هسکې شوي.
د نیواک – ښکېلاک پر وړاندې د خپلواکۍ ګټنې را وروسته د خپلواکۍ سوبمن مجاهدې پای ونه موند، د هند خپلواکۍ غوښتونکي غورځنګ مخکښانو په کابل کې د هند جلاوطن لنډمهالې حکومت رامنځته کړ. د هند له لارې مصر او اروپا ته د سفر پرمهال په هند کې مسلمانان او هندوان د اېلليو ملتونو ژغوراند وېنا اورېدا ته راتلل او راټولېدل، هغه پخپلو وېناو کې د ېووالي او نه تعصب بولندوی و.
برمیال غازي ته د مصر د الاهرام ورځپاڼي سرلېکنې ښه راغلاست ټکي: کاش وېاړلی نیل او د نیل دری د زرغونو او حاصلخیزو څنډو برکتناکه خاوره ټول د افغانستان وای، او د افغانستان وچ بیابونه، سخت غرونه زموږ د مصریانو وای، بوېه که موږ هم شاه امان الله لرلې.
کله چې له مصر څخه ولاړ، د مصر واکمن پاچا ووېل: خداېه! شکر چې پخیر سره ولاړه، له اروپا څخه د لیدنې پرمهال یې د صنعتي، پوځي او علمي مراکزو جاج اخېست، سره لدې چې ورڅخه د نه ورتګ غوښتنه شوې وه، د نیواک – ښکېلاک پروړاندې یې سراغړندې زبات کړه، او شوروي اتحاد ته یې سفر وکړ.
ترک سیال مشوره ورکړه، خپل عسکر ځواکمن کړه، چې لوې او اوږدمهالې طرحې پلي کړای شي، سوبمن غازي ځواب ورکړ: ځما د ملت هر وګړي ځما عسکر دي، عسکري ځواک ته اړتیا نه لرم.
د ملت خوښمن ( محبوب ) ځوان واکمن ګروهمن و، د هېواد له چوپړ څخه لوړه مینه نه لرم، د بهرني و کورني سیاستونو په برخه کې رغنده سمونونه رامنځته کول او پلي کول ماتې خوړلي نیواکګر تلولی کړ، هغه څه چې له وړاندې له اټکل یې نیواکګر لړزېد، د عملي کېدا په حال کې و، د دربار دننه په فساد کې د ښکېلو ځانساتو دربارېانو ور اړوند مقامونه او ګټې زېانیدلی، پر دې منځ کې د حی علی الفلاح بلونکو ولاړو مبارزو ملګرو هڅه وکړه چې واکمن اوڅار، را وېښ ( بیدار ) کاندی، واکمن د خپلواکۍ، هېوادنۍ پرمختیا او سوکالۍ اورنۍ مینې پرته نور څه نه اننګیرل – نه ننګیرل، د سمونونو پلي کولو کې بېړه، د ښځې حجاب په برخه کې جدي تیروتنه، حالاتو ته په ژوره توګه نه ځیرتیا او په وړ توګه نه ارزول، په ټوله کې په ېو نظر د حی علی الفلاح بلونکي له میدان څخه وېستل، په کور دننه له درباره غځېدلو سازشونو – فسادونو او د شرمېدلی نیواکګر چلوټو – دسیسو زور وښود، روښانه بهیر د وحشت تور چاپيرېال – فضا ورګډ، او په صفر کې ضرب کړ. واکمن چې پخپل امامت یې جماعت ادأ کاوه، او خطبه یې وېله، د خلکو منځ ته ورته، خلکو په څیر لباس یې اغوست کافر کړ، د خپل خوښمن ( محبوب ) واکمن په ملاتړ ۱۰۰۰۰ لس زره تنه کندهاري – هزاره هېوادوال ېو موټې – ېو لښکر شول، راپاڅېدل او را وخوځېدل، واکمن ځیر شو: بیرته ستانه شي، بغاوت زما پر وړاندې دي، او زه نه غواړم چې ځما له امله وینې توی شي:
جنګ تو صلح و صلح تو جنګ است
من به قربانت این چه نیرنګ است
میروم تاتو نشنوی نامم
اګر از نام من ترا ننګ است
واټنونه له هېواده لیرې ولاړ، پردي دېار کې یې د غربت ژوند لره، د ژوند تر وروستۍ شېبې یې هېواد نه هیر شو، نه هیر کړ، شپې د هېواد له خاورو ډک کړي – وړي بالښت باندې سر اېښي، د ورځې د هغه سندربول نوأ اورېدلی:
مکتب ماست جای استقلال
سبق ما هوای استقلال
نور مزارونه په پيره او څوکۍ ساتلای شي، نور نومونه – شخصیتونه پر دېوالونو انځورونه څرګندولای شي، د هېواد د بدو ورځو سختو حالاتو پرمهال ېو هېوادوال د اوړي ګرمۍ په ېوه سوځنده ورځ ورغي، د خوښمن ( محبوب ) غازي پر مزار یې د سرو ګلونو ګېډۍ کېښوده، بهرنیانو پرې کتابونه کښلي، مبارزه یې روانه، لار یې روښانه او فکر یې لاهم ژوندي دي، نږدي پېړۍ وروسته هم د ځېنو ځان او خولې پسې خندا رسوأ کړېو د ملامتۍ پېټې ور بارولو، د شخصیت کنځلو او ترټلو سره مخ دي، خو خوښمن ( محبوب ) غازي د بسیاېنې، پرمختیا، خپلواکۍ درس او مجاهدې ته بلنه ورکوي – حی علی الفلاح – حی علی الفلاح.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »