| |
 

چین او منځنی ختیځ د پوځي قدرت ډېرولو درشل کې دي

د امریکا متحده ایالتونه د پوځي لګښت له اړخه د نړۍ لومړی درجه هېواد ګڼل شوی. خو اوس ښکاري چې چين هم تېر کال دویم مقام ګټلی و.
چین غواړي، په راتلونکي کې خپل پوځي زور وښيي.

د نړۍ د پوځي لګښتونو په اړه د نړیوالو ستراتیژیکو څېړنو مرکز IISS له خوا د (پوځي انډول) په نامه کلني خپاره شوي کتاب کې د نړۍ د لویو قومتونو د پوځي قدرت په اړه معلومات خپاره شوي.
د امریکا متحده ایالتونه په لومړي سر کې راغلي، چې ویل کېږي، تېر ۲۰۱۳ کال یې ۶۰۰ میلیارده پوځي لګښت درلود.
په دویم کتار کې چین راغلی، چې په همدې کال یې پر پوځ ۱۱۲ میلیارد ډالر لګولي دي، چې په دې سره د بیجینګ له خوا د دغه لګښت د حقیقت په اړه بحثونه هم پیدا شوي دي.
د یاد څېړنیز مرکز په یوه غونډه کې د چین او امریکا د پوځي لګښتونو په اړه بحث شوی، خو یو ځواب دا ښوول شوی، چې د ۲۰۳۰ کال تر نیمايي یا پایته رسېدو پورې، شاید بیجینګ د پوځي لګښت په ډګر کې له واشنګټن سره ځان یو شان کړي.
په کتاب کې دا حقیقت هم روښانه شوی، چې برتانیا خپل پوځي لګښت کم کړی، او د دفاعي لګښت کچه یې ۵۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده، چې د روسیې تر درېیم مقام وروسته برتانیا څلورم کتار ته راکوزه شوې ده.
روسیې ۶۸.۲ میلیارد ډالر پوځي لګښت درلود، خو سعودي عربستان بیا د ۵۹.۶ میلیارد ډالرو په لګولو څلورم مقام ګټلی دی.
له دغو حقایقو څرګندېږي، چې مسکو او ریاض دواړه د خپلو ځواکونو د نوي کولو تکل لري.
د منځني ختيځ ځینې نور هېوادونه هم پوځي لګښتونو کې سیالي کوي، لیبیا د خپلو امنیتي ځواکونو جوړښت ته ډېره لېواله ده، او عراق بیا د خپل پوځ په سمو وسلو سمبالولو ته لارې لټوي.
د ایران د اتومي لانجې سربېره، تهران لاهم د خلیجي هېوادونو لپاره لوی سرخوږی دی؛ همدا ده چې د اټومي دفاعي سیستم لرل یې د خلیجي هېوادونو اندېښنه لا پسې ډېره کړې ده.

ویډیوګانې

 
 
YouTube

په یو ټیوب کې راسره یو ځای شئ



او یا دلته کیکاږئ »
Facebook

په فیسبوک کې راسره یو ځای شئ

Twitter

د مرستې لپاره راسره په اړیکه کې شی

وروستۍ پوښتنې (FAQ) »
په اړیکه کې شئ

info@zhwandoon.tv

webmaster@zhwandoon.tv

او یا دلته کیکاږئ »